
د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په اسدخېلو سیمه کې د بهرنیو ځواکونو له لوري د داعشیانو پر یو مرکز تر ټولو لوی بمي برید له ولسي هر کلي سره مخ شوی دی. دغه بم د تېرې جمعې پر شپه غورځول شوی.
د شینوارو ولسوالیو قومي مشران او د ولایتي شورا غړي اچین کې د بهرنیو ځواکونو له لوري د تر ټولو لوی بمي برید هر کلی کوي او له حکومته په دغه چاره کې د لا ډېر جدیت غوښتنه کوي.
قومي مشر ملک کمین وايي، پهدې وروستیو کې داعش ډله سخته ځپل شوې، حکومت دې پهدې ډلې د سرکوبولو پهپار لهدې هم درانه بمونه وغورځوي.
یو بل قومي مشر ملک عثمان وايي، دغه هوايي بمي برید کې هغه مهمې سمڅې تر ګوزارونو لاندې نیول شوي، چې د جګړهییز تاکتیک له نظره ډېرې ګواښوونکې وې.
د ده په خبره، داعشیانو یې کورونه سوځولي او د دوی ډېر وړ انسانان یې په بمونو الوځولي؛ خکه خو له دا ډول عملیاتو او بمونو خوشاله دي.
دغه قومي مشران وايي، د اچین ولسوالۍ ځايي وګړي له هغو سیمو چې د داعش په کې پراخ نفوذ لرلو؛ خپلې مېنې پرېښودې او د حمزه په نوم د کومانډويي ځواکونو د روانو عملیاتو له پیله مخکې هم خلکو ته خبرداری ورکړی و، چې سیمې پرېږدي.
د ننګرهار د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمری بیا هغه اوازې ناسمې ګڼي، چې ګوندې امریکا د ازميښت په پار په اچین ولسوالۍ کې تر ټولو لوی بم غورځولی دی.
زمری د داعش وسلهوالو د ځپلو لهپاره دغه ډول بریدونه ګټور ګڼي.
د ده پر وینا، هر هغه حرکت، چې د افغانستان د دوښمنانو نابودلو او د ولسونو ارامتیا لهپاره کېږي؛ موږ یې ملاتړ کوو.

چارواکیو د تازه څرګندونو پر اساس د اچین ولسوالۍ په اسدخېلو سیمه کې د داعش ډلې پر مرکز د بهرنیو ځواکونو د وړمې شپې په بمي برید کې د ۴ مهمو قومندانانو په ګډون ۹۴ داعشیانو د وژل کېدلو ادعا کړې ده. داعشیانو تر اوسه پهدې اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي سلام وطندار ته د ټیلیفون پر کرښه وویل، چې د وړمې شپې د بمي برید له امله د څلورو مهمو قومندانانو، ابوبکر، حمید، محمد ابراني او د داعش ډلې د پخواني مشر حافظ سعید د ورور ولکین په ګډون ۹۴ داعش وسله وال وژل شويدي.
هغه وايي، د مامند درې په اسدخېلو تنګي کې د یاد بمي برید له امله درې سمڅې له منځه وړل شوي، چې د وسلو یو ډيپو هم پهکې ویجاړ شوی.
د خوږیاڼي او ځايي ولسي وګړیو د معلوماتو له مخې، یاد برید کې ملکي وګړیو ته هېڅ زیان نهدی اوښتی.
دغه برید داسې مهال کېږي، چې د ننګرهار په کوټ او شینوارو ولسوالیو کې د داعش ډلې د ځپلو په موخه د بهرنیو ځواکونو د هوايي او ځمکني ملاتړ سره د افغان کومانډويي ځواکونو عملیات روان دي.
چارواکي وايي، تر هغې وخته دغه عملیات جاري ساتي، چې یادې سیمې له داعشه نه وي پاکې شوې.





