افغان ولسمشر محمد اشرف غني د مونیخ په درې ورځنۍ ناسته کې پرون – یکشنبه د سلواغې ۱۹مه – د دې ناستې په وروستۍ ورځ وویل چې نړیوالې ټولنې افغانستان په حاشیه کې راوستی، خو په داسې حال کې چې د افغانستان له کرارۍ سره د سیمې کراري نغښتې ده.
ولسمشر اشرف غني په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې په افغانستان کې د افراطي کړیو پيدایښت یو جدي ګواښ دی او پر وړاندې يې غبرګون هم له اندېښنې خالي نه دي.
د ولسمشر اشرف غني په وینا ښايي افغانستان د تروریستي کړیو د نښلون مرکز وګرځي او خورا ګواښمنې پایلې به ولري.
ولسمشر په نړیواله ټولنه غږ وکړ، چې افغانستان باید په حاشیه کې ونه ګڼي، ځکه د افغانستان خوندیتوب سره د سیمې او نړۍ خوندیتوب تړلی دی.
په همدې حال کې د سیاسي چارو کارپوهان هم ورته نظرونه لري چې په خبره يې نړیوالې ټولنې په دې وروستیو کې افغانستان ته د پام وړ نظر نه دی کړی.
د پوهنتون استاد لطيف نظري وايي چې نړیوالې ټولنې افغانستان په داسې حا ل کې له نظره وغورځاوه چې دا هېواد د افراطي کړیو له لوري ګڼ ګواښونو سره مخ دی.
نظري له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې افغانستان د تروریزم او افراطیانو په وړاندې لومړۍ کرښه ګڼل کېږي، خو په همدې کرښه د افراطیانو منګولې خښول سیمه له خطر سره مخ کړې ده.
نوموړی وايي: «په افغانستان کې د مخالفینو زور موندنه نړېول قوتونه له ګواښ سره مخ کړي دي، چې په پاېله کې د سیمې نظم هم له منځه وړلای شي، چې د ټولې نړۍ په تاوان ګڼل کېدای شي.
دا په دې پورې تړلې ده، چې موږ څنګه کولای شو چې د سیمې عمومي افکار برابر کړو، نړیواله ټولنه باید قانع کړو چې د افغانستان ګواښ د ټولې نړۍ ګواښ کېدای شي، لږ تر لږه د سیمې هېوادونو ته خو ګواښ دی، موږ باید دا فرصتونه درک کړو او د همدې فرصتونو نه په استفادې خپلې ملې ګټې وساتو.»
لطیف نظري وویل چې نړېواله ټولنه باید دا موضوع جدي ونیسي، کنه ښايي د سپټمبر د ۱۱مې پېښه به بیا تکرار شي.
په ورته توګه د پوځي چارو کارپوه غلام حسین هزاره هم وايي چې بهرنیان اوس افغانستان ته په پخواني نظر ځکه نه ګوري چې د تړونونو پر لاسلیک سربېره يې خپلې ګټې خوندي کړې دي.
جنرال غلام حسین هزاره پرون یکشنبه – د سلواغې ۱۹مه – سلام وطندار ته په مرکه کې وویل چې بهرنیان افغانستان ته دخپلو ګټو له پاره راغلي و او اوس يې تر موږ ډېر پام نورو مسایلو ته دی.
هغه وايي: «د بهرنیانو د پام اوښتلو یو دلیل دا هم دی چې د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو په ناسته کې د افغانستان په اړه هیڅ ونه ویل شول او نه هم د افغانستان دفاع وزارت سرپرست پکې ګډون وکړ.»
نړېواله ټولنه په داسې حال کې له افغانستانه خپل پام بلې ته اړوي چې په افغانستان کې د داعش په نامه د یو بل ګواښ د فعالیت خبر هم ورکول کېږي.





