فاریاب کې یوه ښځه او ۳ ماشومان وژل شوي

د فاریاب امنیتي مسوولان په دغه ولایت کې د یوې ښځې او ۳ ماشومانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د فاریاب د امنیې قومانداني ویاند عبدالکریم یورش وايي، یاد ملکي وګړي د دغه ولایت په قیصار ولسوالي کې د طالبانو له لوري د یوه توغول شوي راکېټ له کبله وژل شوي دي. په دې پېښه کې یوه بله ښځه هم ټپي شوې ده.

د نوموړي په وینا، طالبانو غوښتل چې په قیصار ولسوالي کې د امنیتي ځواکونو یوه پوسته په نښه کړي، خو راکېټ یې پر یوه کور لګېدلی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې کورنیو چارو وزارت څه موده مخکې اعلان وکړ چې په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې له ۲ زرو ډېر ملکیان د طالبانو په بریدونو کې وژل شوي او له ۵ زرو ډېر ټپیان شوي دي.

اړوند مطالب:

سرپل کې ناپېژنده کسانو د یوې ښځې سر پرې کړی؛ کاپیسا کې دوو نجونو ځانونه وژلي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام