په افغانستان کې تېر کال په سلګونو افغانان قاچاق شوي
د کډوالۍ نړېوال سازمان وايي، چې په تېر ۲۰۱۴ زيږديز کال کې له زرو تنو زیات انسانان قاچاق شوي دي.
د غه سازمان په هېواد کې د انسانانو پر قاچاق اندېښنه څرګنده کړې، خو وينا یې د انساني قاچاق يولامل کمزوری اقتصادي وضعیت دی.
د انساني قاچاق د مخنيوي لپاره نن یکشنبه(دکب ۳مه) په کابل کې د ۳ سرحدي زونو ۵۰ افغان پولیسو ته یو داسې ورکشاپ پېل شو چې په کې ورته د دنشه یی توکو دقاچاق ترڅنګ د انساني قاچان د مخنیوي تکتیکونه هم ور ښودل کيږي.
دغه درې ورځينۍ ورکشاپ په مرسته جوړه شوی.
د د ګډوالۍ نړیوال سازمان مشر ریچارډ ډ ینزیګر وویل، دوی په افغانستان کې د زیاتو ښځو، ماشومانو او نارینه و د قاچاق شاهد و.
نوموړی زياتوي: « لامل یې په افغانستان کې کمزوری اقتصاد په ګوته شوی او بل دا چې که چیرې د حکومتي چارواکو اوعام وګړو ترمنځ همغږي او یووالی رامنځ ته شي ښايي د دې پیښې مخنیوی وشي.»
د کډالۍ نړیوال سازمان له دې وړاندې په خوست، کنړ او جوزجان ولایتونوکې هم، سرحدي پولیسو ته روزنه ورکړې ده.
دغه راز، دې ورکشاپ ته له یوشمېر ولایتونو راغلي سرحدي پولیس هېله مند دي، چې ښايي په دې ورکشاپ کې یوشمېر تکتیکونه، د انساني قاچاق او نشه یي توکو د مخنیوي له پاره ور وښودل کيږي.
له شمال زون راغلي ساتنمن جواد وايي؛ د انساني قاچاق دغه ورکشاپ له سرحدي سیمو سره تړاو لري، دده په وينا «ځکه قاچاق کیدونکي خلک کډوال دي.»
بل خوا د کورنیو چارو وزارت هم په افغانستان کې له انساني قاچاق د اندیښنې څرګندولو ترڅنګ وايي، چې اوس مهال یو شمیر سرحدي پولیس کولای شي د دې جرمونو مخه ونيسي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي زیاتوي، دوی تیرکال څلور هغه لویې ډلې نیولي، چې په کې بهرني انساني قاچاقبران هم شامل و.
نوموړی زياتوي، چې د انساني قاچاقبرانو په نښه کول او نیول همدارنګه د دوی جعلي اسنادو د نیټورکونو پيداکول ستونزمن کاردی.
صديقي وايي، افغان پولیس باید د نړېوالو پولیسو له تجربو ګټه واخلي.
چارواکي وایي؛ افغانان په بیلابیلو بهانو بهرنیوهېوادونو ته قاچاق کیږي، چې بیا هلته د ناروا، درنو ( شاقه) کارونو، جرمنو او نورو کارونو په ترسره کولو کې ترې ګټه اخیستل کيږي.
خو دا پوښتنه په خپل ځای پاتې کيږي، چې د دومره پرمختللو وسایلو سره بیاهم څنګه قاچاق وړونکي په دې توانيږي، په جعلي اسنادو افغانان بهر ته قاچاق کړي؟
په ورستيو کلونو کې د کار دکمښت، امنیتي ستونزو، او د افغانستان د نامعلوم سیاسي وضعت له امله زیات شمېر افغان کورنيو بهرنيو او په ځانګړې توګه اروپايي هیوادونو ته مخه کړې ده.
چې زیات شمېر یې په قاچاقي لارو، غرونو، سمندرونو کې له خپل ژوند لاس په سر شوي دي.





