ولسمشر غني اوزبیکستان ته ولاړ

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي کابل کې د خبري غونډې پرمهال وویل، محمد اشرف غني نن له مازدیګر وروسته د لوړ پوړي حکومتي پلاوي په مشرۍ تاشکند غونډې کې د ګډون په موخه اوزبیکستان ته ولاړ.

د ښاغلي مرتضوي په وینا، غني به نن ماښام د اوزبیکستان له ولسمشر میرضیا یووف سره د کابل ـ تاشکند ترمنځ د اړیکو په پراختیا خبرې وکړي او سبا ورځ د دغه هېواد پلازمېنه د سیمه‌ییزو همکاریو او د سولې خبرو په برخه کې د ۲۳ هېوادونو د استازو ګوربه ده.

مرتضوي وايي، ولسمشر غني د دغې غونډې په څنډه کې د اروپايي ټولنې ځانګړې استازې او د بهرنیو اړیکو مسوولې مېرمن موګرني، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال توماس شنان، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر او د افغانستان او پاکستان له‌پاره د برېټانیا له ځانګړي استازي سره خبرې وکړي.

شاه حسین مرتضوي وویل، افغانستان ترهګرۍ سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې دی، خو ترهګر ټول نړۍ ګواښي. له دې کبله زموږ هیله دا ده چې د تاشکند په غونډه کې ګډونکوونکي هېوادونه ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې مسوولانه عمل وکړي او د افغانستان په څنګ کې ودرېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام