د لوګر ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د وړمې ورځې راهیسې د افغان امنیتي ځواکونو په پیل شویو چاڼیزو عملیاتو کې ۵۵ وسله وال طالبانو وژل شوي او ۱۸ نور يې ټپیان شوي دي.
د لوګر د امنیه قومندان مل پاسوال عبدالحکیم اسحاقزي سلام وطندار ته وویل، چې د وړمې ورځې راهیسې د لوګر په بره کي برک، څرخ، محمد اغې او خروار ولسوالیو کې افغان امنیتي ځواکونو چاڼیزو عملیات پیل کړي دي، چې په لسګونه وسله وال طالبان وژل شوي او په لسګونه میله درنه او سپکه وسله د افغان امنیتي ځواکونو لاسته ورغلې ده.
اسحاقزی زیاتوي، چې په دغو چاڼیزو عملیاتو کې ملي اردو، ملي پولیسو او ځانګړو ځواکونو وڼده اخیستې ده.
په وینا یې په دغو عملیاتو کې افغان امنیتي ځواکونو ته ۵ سرتیري وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.
وسله والو طالبانو تر دې مهاله د افغان امنیتي ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو او وسله والو طالبانو ته په کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
د لوګر ولایت امنیتي مسولین وايي، چې د لوګر ولایت په ناامنه سیمو کې اوس هم عملیات روان دي.
همدارنګه د یو بل خبر له مخې په یاد ولایت کې د ډرون هوایې برید شپږ طالبان وژلي.
د لوګر امنیتي چارواکي وایې، چې دغه برید نن سهار څلور بجې دازرې ولسوالۍ په سپين جماعت سیمه کې د وسله والو پر یو پټنځای شوی.
د لوګرامنیه قوماندان مل پاسوال عبدالحکیم اسحاقزي سلام وطندار ته وویل، دغه هوایې برید امریکا بې پېلوټه الوتکه ترسره کړې، چې په ترڅ کې يې د طالبانو ۲ قوماندان او ۴ ملګري وژل شوي دي.
د نوموړي په وينا، ترپخوا د ازرې امنیت خوندي شوی دی.
اخوا بیا د یادې ولسوالۍ يو تن اوسېدونکی ښایسته خان سلام وطندار ته وویل، چې په دغه برید کې ۲ ملکي وګړي هم وژل شوي دي.
خو د لوګر امنيتي چارواکي بیا دغه موضوع ردوي.
یاده دې وي، چې په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي.
په ورته وخت کې د هېواد په سوېل کې افغان امنیتي ځواکونو د کندهار په ښار او یو شمېر ولسوالیو کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۶۹ وسله والو وژلي او ۶۲ ټپیان کړي دي.
د کندهار امنیه قومندان ویاند ضیا دراني سلام وطندار ته وویل چې دغه چاڼیز عملیات د روانې اونۍ په ترڅ کې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا پيل شوي دي.
دی زیاتوي، چې په دغو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو د وژل کېدو ترڅنک یو شمېر درنې او سپکې وسلې هم افغان امنیتي ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.





