د هلمند مرکز لښکرګاه ۲ کیلومترۍ ته طالبان رارسېدلي

د هلمند ولایتي شورا مسوولین وايي، چې وسله وال طالبان د دې ولایت مرکز لښکرګاه ښار په دوه کیلومترۍ کې له افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

د دې ولایت د ولایتي شورا رییس محمد کریم اتل نن (سه شنبه) د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، چې وسله والو طالبانو د لښګرګاه ښار په ۲ کیلومترۍ کې د پولیسو یو شمېر ماموریتونه او تر لسو زیاتې د پولیسو کوچنۍ او سترې پوستې نیولي دي.

محمدکریم اتل وايي، طالبانو ښار ته راغلي لویې لارې تړلي او ماینونه یې په کې خښ کړي دي.

ولایتي شورا وايي، که مرکزي حکومت دې جګړې ته جدي پام ونه کړي هلمند به د کندوز په شان د طالبانو لاس ته ورشي او یو انساني ناورین به رامنځته شي.

د هلمند ولایتي شورا رهبري له مرکزي حکومته په جدي توګه غواړي، چې په سیمه ییزه کچه ټول قوماندان او د دې ولایت د ادارو او د پولیسو په رهبرۍ کې دې سراسري بدلون راوستل شي.

د ولایتي شورا رییس وايي، په هلمند کې دې په جنګي تګلاري له سره غور وشي، میشت امنیتي ځواکونه دې په مسلکي ډول وجنګول شي، ځواکونو ته دې په جګړه کې د اړتیا سره سم مرسته ورلېږلي شي او د جګړې د لومړۍ کرښې اړیکې دې له مشرانو سره ونښلول شي.

په ورته وخت کې د هلمند والي حیات الله حیات د ستونزو موجودیت مني او وایي، چې په دې اړه یې جدي کار پیل کړي او ډېژر به دغه ستونزې حل کړي.

والي وايي، ځینې پولیس په خپلو دندو کې خیات کوي او د جګړې پر مهال خپلې  پوستې پرېږدي.

حیات الله حیات وویل، د ناوې، نادعلي، مارجې او ګرمسیر ولسوالیو د جګړو د کابو کولو له پاره به ډېر ژر جوړ شوي پلان پلي کړي. 

د ناوې ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونوال احمدشاه سالم سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ په امنیتي پوستو بریدونه پیل کړي، که ولایتي اداره پاملرنه ونه کړي؛ ځینې پوستې به له لاسه ورکړي.

دی وايي، دمګړۍ د امنیتي ستونزو له کبله د پولیسو له ځینو پولستو سره اړیکې پرې شوي.

د راپورنو له مخې طالبانو له ۱۴ ولایتونو وسله وال د جګړې له پاره وراشر کړي او په ټول توان سره هڅه کوي، چې ولسوالۍ ونیسي او په لښګرګاه ښار د محاصرې کړۍ راتنګه کړي، خو څو ورځې مخکې جنرال مراد علي د تازه دمو سرتېرو سره دغه ولایت ته ورغلی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام