په نهرسراج کې ۳۸ وسله وال وژل شوي

امنیتي چارواکي وايي، چې د افغانستان هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۳۸ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۲۸ تنه نور يې  ټپيان دي.

په هلمند کې د ۶۰۴ سرحدي زون درستیزوال مل پاسوال حمیدالله صدیقي وايي، چې له تېرو ۷ ورځو را په دې خوا په نهرسراج ولسوالۍ کې سرحدي پولیسو، ملي امنیت، ملي اردو او عامه نظم پولیسو په ګډه سره عملیات پيل کړي دي.

د ۶۰۴ سرحدي زون له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په دغو عملیاتو کې د نهرسراج ولسوالۍ زیات هغه سیمې د وسله والو مخالفینو له شتون څخه پاکې کړي او لا تر دې مهاله عملیات دوام لري.

حمیدالله صدیقي زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې ګڼ شمېر وسلې او چاودیدونکي توکي امنیتي ځواکونو تر لاسه کړي دي.

خبر پاڼه لیکي، چې په يادو عملیاتو کې یو میل داشکه، ۱۰ کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي، ۲ کړۍ لاسي بمونه، یو عراده کورولا موټر او نور د افغان امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

په راليږل شوې خبر پاڼه کې دا هم ويل شوي، چې سرحدي ځواکونو ۲۸ عرادې موټر ساېکلونه او ۳ عرادې موټرونه هم نیولي دي.

خبر پاڼه د صدیقي له خولي لیکي، چې د ۶۰۴ سرحدي زون ځواکونه د تریخ ناور په سیمه کې د عملیاتو پر مهال د وسله والو مخالفینو د وسلو ۶ زیرمې کشف کړي دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام