د اروزګان ولایتي اداره: ۳ نفوذي پولیسو په یوې پوسته کې خپل ۹ تنه ملګري وژلي

د اروزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب وايي، چې د دهراود ولسوالۍ د سنګر سیمې په یوې پوسته کې درې نفوذي پولیسو خپل سنګر ۹ پولیس سرتېري وژلي دي.

نایاب سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې دغه پېښه وړمه شپه (۱۷ جنوري، یکشنبه) رامنځته شوې ده، چې عاملین یې له وسلو او وسایطو سره تښتېدلي دي.

د والي ویاند وايي، چې د سنګر په سیمه کې ملي او سیمه ییز پولیس یو ځای اوسېدل.

د  ده په خبره، دغه درې تنه چې یو یې سیمه ییز او دوه تنه نور یې ملي پولیس وو، د شپې په تیاره کې یې پر خپلو ملګرو ډزې کړي دي.

دوست محمد نایاب زیاتوي، چې د امنیتي ځواکونو څېړنیزې ډلې د پېښې سیمې ته ور رسېدلې دي او په دې تړاو یې ځېنې تورن کسان نیولي دي.

دی وايي، چې د نیول شویو کسانو شمېر معلوم نه دی، خو په دې ډله کې هغه کسان هم شامل دي، چې د قاتلو پولیسو په معرفت او ضمانت کې لاس لري.

په ورته وخت کې د کنداهار ولایت مدني فعالان او ولس د غه پېښه غندلې ده او له حکومت څخه یې غوښتي دي، چې د پولیسو په غواروي کې دې له پوره دقت او څېړنې کار واخلي.

دوی نیوکه کوي، چې هر چا ته د پولیسو سپېڅلی یونیفورم ور اغوستل او ټوپک ورکول د پولیسو لیکو باور ته زیان رسوي.

د کنداهار مدني فعال غوث خاکریزوال سلام وطندار ته وویل، چې داسې کسان د پولیسو لیکو ته ور جلب شي، چې د ترهګریزو ډلو سره لاس ونه لري.

ده وویل، چې د پولیسو په لیکو کې زده کړې او ضمانت پر مسله باید ټینګار وشي.

خاکرېزوال وویل، چې د پولیسو لیکو ته د جلب په وخت کې باید د ملګرتیا مسله معیار ونه ټاکل شي.

د والي ویاند دوست محمد نایاب وايي، چې امنیې قوماندانۍ دغه ټکي ته پاملرنه زیاته کړې ده او په دې هڅه کې یو، چې د پولیسو اسناد وکتل شي.

دی وايي، چې په دې کار سره به معرض پولیس لرې شي او راتلونکي کې به د داسې پېښې مخنیوی شوی وي.

د دهراود ولسوالۍ د سنګر په سیمه کې د وژل شویو پولیسو د پېښې مسولیت وسله والو طالبانو منلی دی.

قاري یوسف احمدي چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند بولي وايي، چې تښتېدلي پولیس د دوی ملګري وو.

دی وايي، چې په دې پېښه کې لس تنه پولیس وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کي یو تن نفوذي پولیس خپل ۴ ملګري وژلي وو او له سیمې څخه تښتېدلي و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام