د ښځو د سیاسي ګډون کمېټې مسولینې وايي، چې له ښځو سره د تاوتریخوالی، جنایت او د دوی بشري حقوق تر پښولاندې کول؛ مخ په زیاتېدو دي.
دغې کمېټې نن د (جون په ۸مه) په یوه غونډه کې وویل، چې د ښځو سره ناوړه چلند او د تاوتریخوالي درملنه داسې کېدای شي، چې د پارلمان له خوا له ښځو سره د تاوتریخوالي د منع قانون تصویبېدل ضروري دي.
دغې کمېټې له ولسي جرګې وغوښتل، څومره چې ژر کیږي؛ له ښځو سره د تاوتریخوالي د منع قانون دې تصویب شي، چې په هېواد کې له ښځو سره د ناوړه چلنډ مخه ونیول شي.
د ښځو د سیاسي ګډون د کمېټې مسوله ډاکټر عالمه وايي، چې په هېواد کې د ۵۰ په شاوخوا د بشري حقونو د فاع کوونکو او د ښځو حقونو بنسټونو، له څو میاشتو راپه دېخوا په هېواد کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د منع قانون د تصویبولو له پاره کار پیل کړی دی.
نوموړې ټنګار وکړ، چې ولسي جرګې دې د پاتې کاري مودې له مخې دغه قانون تصویب کړي.
د ښځو د سیاسي کمېټې غړې خدیجه شیرباز وايي، چې د جرګې استازي دې د دې قانون د تصویب په پار "مقدس دروغ " نه وايي.
نوموړې وویل، چې د فرخندې د ناورینه له ډکې وژنې نه باید درس واخیستل شي او له ښځو سره د تاوتریخوالی د منع قانون دې تصویب شي، د ښځو پر خلاف دغه بې رحمانه کارونه له منځه لاړ شي.
مېرمن عالمې زیاته کړه، چې د دې قانون تصویبول، د ښځو د تاوتریخوالي د جرړو په له منځه وړلو او د یوې هوسا ټولنې په رامنځته کولو کې اساسي کار دی.
د شمېرو له مخې په هېواد کې په ۲۰۱۴ کال کې له ۲۰۲۶ زیاتې ښځې د بشرحقونو خپلواک کمېسیون ته د خپلو شکایتونو د ثبت لپاره ورغلې وې.
په ۱۳۹۲ کال کې د شکایت کوونکو ښځو شمېره ۲۱۵۹ او په ۱۳۹۱ کال کې ۱۷۵۰ تنو ته رسېدلې وه.
له ښځو سره د تاوتریخوالي شمېر په ۲۰۱۴ کال کې د ۱۳۹۲ په پرتلیز ډول ۳،۶ سلنه کموالی ښيي او د ۱۳۹۱ کال په پرتله ۱۵،۸ سلنه زیاتوالی په ډاګه کوي.
د افغانستان د بشرحقونو کمېسیون له ښځو سره کورنۍ تاوتریخوالی، د تاوتریخوالي له عامو ډولونو څخه ګڼي.





