د منصوري عملیاتو لومړۍ حمله؛ زېباک ولسوالۍ سقوط شوه

د بدخشان ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې د دې ولایت د زېباک ولسوالۍ د وسله‌والو طالبانو له‌خوا سقوط شوه.

طالبانو نن سهار په یوه تازه خبرپاڼه کې له همدې ورځې د دوی د پخواني مشر ملااخترمحمد منصور په نامه د «منصوري» عملیاتو د پیل خبرداری ورکړی و. دوی ویلي، په‌دې عملیاتو کې به په ټولو ولایتونو کې بهرنیان او د هغوی ملاتړي په نښه کړي.

د زېباک ولسوالۍ امنیه قوماندان سلطان محمد یفتلي دا پېښه تاییدوي، وايي، چې اوس مهال د دې ولسوالۍ مرکز د طالبانو په ولکه کې دی او دوی له یوې لېرې سیمې نه له دې ډلې سره په جګړه اخته دي.

انځور له ارشیفه

طالبانو د یو ټیلیفوني پيغام له لارې د دې ولسوالۍ د نیولو خبر تایید کړی دی.

بدخشان د هېواد په شمال ختیځو ولایتونو کې نسبتاً ناامن ولایت دی.

د بدخشان یمګان او وردوج ولسوالۍ هم د طالبانو په ولکه کې دی.

دې ډلې په سهارنۍ خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په «منصوري» عملیاتو به د هغوی نظامي طرحې «دوښمن ته په ضربه ورکولو، وژلو، ژوندي نیولو او ترورولو» سره او په عملیاتو کې به «په چریکي جنګونو کې له بېلابېلو تکتیکونو، ډله‌ییزو ځانمرګو بریدونو او انفجاري عملیاتو» نه ګټنه وکړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام