طالبانو په فاریاب کې ۴ ملکي کسان وژلي

د فاریاب امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، چې وسله والو طالبانو ددغه ولایت په پښتون کوټ ولسوالۍ کې د ماشومانو په ګډون ۲۹ کسان له ځان سره بیولي، چې له دې ډلې یې څلور هغه په ډزو وژلي دي.

د فاریاب ولایت امنیتي مسوولین وايي، چې  وسله وال طالبان غواړي له دغو ملکي کسانو غچ واخلي.

د فاریاب امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش سلام وطندار ته وویل، جدي هڅې روانې دي چې د پښتون کوټ ولسوالۍ د قومي مشرانو په منځګړیتوب دغه ۲۵ ملکي وګړي له طالبانو بېرته را خوشې کړی شي.

د فاریاب امنیتي چارواکو پروینا، د دغه ولایت په پښتون کوټ ولسوالۍ کې له شنبې ورځې راهیسې د طالبانو او ولسي پاڅون کوونکو ترمنځ وسله واله نښته روانه ده.

په همدې حال کې د فاریاب ولایتي شورا رییس محمد طاهر رحماني سلام وطندارته وویل، وروسته له هغې چې په ګلیم باف سیمه کې د ملا خنجر په نوم یو قوماندان له خپلو۷ کسانو سره ووژل شو، دې ډلې پر غچ اخیستو لاس پورې کړ.

د ولایتي شورا دغه غړی دعوه کوي، چې طالبانو د پښتون کوټ ولسوالۍ له ګلیم باف سیمې نږدې ۶۰ کسان یرغمل کړي.

طالبانو د ملکي وګړو وژنې او یرغمل نیونې په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

د فاریاب ولایتي شورا یو شمیر غړو خبرداری ورکړی، چې که د پښتون کوټ ولسوالۍ ګلیم باف سیمې ته سیمه ییز او حکومتي چارواکي جدي پام و نه کړي په دغه ولایت کې به ملکي وګړو او پاڅون کوونکو ته درنه مرګ ژوبله واوړي.

خو د فاریاب  امنیتي چارواکي وايي، چې د ورځې تر پایه له مرکز میمنې به مرستندویه ځواکونه ور واستول شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام