ولسي جرګې د پروان پېښې د جدي څېړنې غوښتنه وکړه

د ولسي جرګې وکیلانو په خپله عمومي غونډه کې د پروان د پيېښې جدي څيړنې له پاره د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون ترڅنګ درې ګوني کمېسیونونو ته د څيړنې له پاره دنده ورکړه.

وکیلان وایي، درې ګونی کمېسیون مسول دی چې دغه پيښه په جدي توګه وڅيړي او خپل راپور ولسي جرګې ته وړاندې کړي.

روانه اونۍ د دوشنبې په ورځ بهرنیو ځواکونو د پروان ولایت مرکز اړوند د بایان په سیمه کې د وسلې یوه زیرمتون بمبارد کړ، د وسلو دغه ډيپو یو پخواني جهادي قومندان جان احمد نومي په کور کې وه.

له دې وروسته یو شمېر پخواني جهادي مشرانو او حکومتي چارواکو جدي غبرګون وښودل او د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور، د ملي امنیت پخوانی رييس امر الله صالح  امان الله ګذر او ځېني نور چارواکي او اشخاص د پېښې په ځای کې راټول شول.

په دې اړه اجرايوي ريیس عبدالله عبدالله هم توند غبرګون وښود.

نن چهارشنبه جولای ۱ د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې هم ددې موضوع په اړه تاوده بحثونه وشول، چې د ولسي جرګې رييس عبدالرف ابراهیمي وویل، چې د حکومت کشفي او  دفاعي بنسټونوسره د کورني امنیت کمېسیون مسول دی چې سیمې ته لاړ شي او د پروان ولایت د پيښې په اړه مکمل راپور چمتو او جرګې ته یې وړاندې کړي.

بل خوا یوشمیر وکیلانود بهرنیانو له لورې د وسلو ډپيو بمبارد ول وغندل او زیاته یې کړه، چې د حکومت په ملتیا باید بهرنیانو یادې وسلې حکومتي بنسټونو ته سپارلي وی.

دغه وکیلانو وویل، چې د ملي یووالي حکومت د مجاهدینو پرضد دی او  د حکومت  په لوړپوړو چارواکو تورپوري کوي چې ددغه ډول کړنو ترشایې لاس دی.

سمیع الله صمیم وايي، چې باید دغه ډیپو يې باید افغان حکومت ته سپارلي وی.

اخوا د ولسي جرګې بل غړي زهیرسعادت وویل، چې دا د مجاهدینو د له منځه وړلو له پاره د ملي وحدت پلان دی.

خو ځينې وکیلان بیا نیوکه کوي، چې د کورنیو چارو وزارت په پروان ولایت کې د وسلو دغه ډيپو ولې پخوا له منځه نه ده وړې او یا یې هم وسلې ولې حکومت ته نه دي سپارلي.

وکیلانو داهم وویل، چې ايا دغه جهادي قوماندان ته د ډيپو ساتلو جواز ورکړل شوی و د کورنيو چارو وزارت باید ولسي جرګې ته خپل معالومات ورکړي.

یوشمیر ناتایید شوي راپورونه وایي، د پروان پخوانی والي بهرنیو ځواکونو ته مکتوب لیږلی، چې د جان احمد په نوم یو قوماندان د وسلو ډيپو لري او وسله والو طالبانو باندې وسلې پلوري چې باید له منځه یې یوسي.

په ټولنیزو رسنيو کې خپور شوي مکتوب چې تر اوسه یې کره توب او نا کره توب نه دی معلوم دا هم یاد شوي چې جان احمد په ځېنو وسله والو کړنو کې هم ښکېل دی او تر شا یې د اجرايوي ریاست لاسونه دي.

خو د کورنیو چارو وزارت بیا د پروان د پيښې په اړه ناخبري ښيي او وایي، چې بهرنیانو د پولیسو له شتون پرته یاد عملیات کړي دي.

د قوماند جان احمد وسلو پرډيپو بمبارد اجرایه رېیس عبدالله عبدالله په کلکو ټکو غندلی او دا کار یې د مجاهد ینو پروړاندې توطیه بللې.

بل خوا د پروان د پيښې په اړه  د بلخ سرپرست والي عطامحمد نور، د ملي امنیت پخواني رېیس امر الله صالح هم سخت غبرګونونو ښودلي دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام