د ملي اردو د ۱۱۱ فرقې د دویم کنډک قومندان عبدالخبیر شکیب د کندوز په چهاردرې ولسوالۍ کې د حکومت له جګړه ییز سیاست نه د شکایت کولو په موخه نظارت خونې ته واچول شو.
د شکیب نږدې ملګري او دوستان وايي، چې دی او د ده سرتیري د کندوز د چهاردرې د جګړې له لومړنیو مرستندویانو نه و، وروسته له هغې چې نوموړی قومندان رسنیو ته د چهاردرې په جګړه کې د حکومت د ارادې د نه لرلو خبره شریکه کړه د حکومت چارواکو له خوا لومړي یې دنده و ځنډول شوه او له هغې وروسته د اردو نظامي نظارت خونې ته د پوښتنو او ګرويږونو له پاره ور وپېژندل شو.
د ۱۱۱ فرقې د دویم کنډک د قومندان هغه ویډیوګانې، چې په خوالو رسنیو کې خپرې شوي دي په کې وايي، چې د ملي دفاع وزارت د کندوز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ په جګړه کې نمایشي چلند کوي.
دغه قومندان له فېسبوک پاڼه نه خپور شوی انځوریز پیغام په یوه برخه کې ښکاري چې نوموړی وايي "د جګړې په لومړۍ کرښه کې د خاورې له دښمنانو سره له جګړې کولو نه د ستړیا احساس نه کوو، بلکې د اردو په لیکو کې نه هغمږي زموږ زغم او حوصیله له منځه وړې؛ څو ورځې وړاندې مې له رسنیو کوم مسایل شریک کړل هغه ټول زما د هغه احساس له مخې و چې له دې خاورې سره یې لرم".
د ملي دفاع وزارت په دې اړه بې خبرې ښيي.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال جنرال دولت وزیري له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د اردو هر منسوب چې شکایت یې پرحقه وي، کولای شي خپل شکایت ثبت کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې د شکایت کوونکي بې له کوم عدلي او قانوني تعقیبه کولای شي خپل شکایت ثبت کړي.
خو وزیري د الخبیر شکیب له زنداني کېدو ناخبري څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ؛ که چېرې شکایت یې پر ځای وي هیڅوک ددې حق نه لري، چې نوموړی بندي کړي.
په دې وروستیو کې له شمالي ولایتونو نه د جګړې په اړه د ملي اردو او ملي پولیسو افسرانو، بریدملانو او سرتېرو د حکومت له جګړه ییز ماموریت نه په رسنیو کې شکایتونه کړي دي.





