اشرف غني: د شاه دوشمشېره د پېښې پلټنه دې وشي

افغان ولسمشر دکورنيو چارو وزارت ته سپارښتنه کړې چې د شاه دوشمشېره د مارچ ۱۹ پېښې په اړه دې جدي پلټنې وکړي.

د پنجشنبې په ورځ (مارچ په ۱۹ مه) مازدیګر مهال د کابل ښار شاه دوشمشېره جمات په سيمه کې یوه مېرمن قران ته د سپکاوي په تور لومړی په ګټو وویشتل شوه، په ډانګو، لرګيو او د سیخانو په وهلو ووژل شوه او بیا یې پرې د کابل په سین کې اور بل کړ.

ولسمشر اشرف غني ويلي، چې دهغه کسانو پر وړاندې به جدي چلند وکړي چې دقانون له چوکاټ څخه بهر تاوتریخوالي ته لاس اچوي.

له ارګ څخه سلام وطندار ته په رالیږل شوې خبر پاڼه کې افغان ولسمشر د شاه دوشمشېره په جمات کې د میرمنې وژل او سوځول په کلکو ټکو غندلي دي.

خبر پاڼه زیاتوي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني دکورنيو چارو وزارت ته امر کړی چې دغه قضیه د دیني عالمانو سره  د یو ګډ کمېسيون له لوري وڅیړي.

خبرپاڼه کاږي، چې هیڅوک نه شي کولای چې په خپل سر له ځانه قاضي جوړ کړي او هغه هم د خشونت له لارې په فجیع ډول وګړو ته سزا ورکړي.

دشاه دوشمشېره د مارچ ۱۹ مې پېښه

د طالبانو د واکمنۍ له ړنګېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې په کابل ښار کې یوه مېرمن قران ته د سپکاوي په تور په عام محضر کې دخلکو له خوا وژل او سوځول کيږي.

دغه مېرمن فرخنده نوميږي چې د ۲۸ او ۳۰ کلونو ترمنځ یې عمر ښکاري. د وژنې ورستۍ ویډيو یې ښکاره کوي، چې تور لباس يې په غاړه دی او دالله اکبر نعرو سره په ګټو او کاڼو ویشتل کيږي، په لرګيو او ډانګيو وهل کيږي او تر دې چې د بام له سره را غورځول کيږي.

په ويډيو کې ښکاري چې د وژل شوې مېرمن په جسد ځېنې کابل ښاریان را تاو دي چې زیاتره هغه یې ځوانان دي.

د ذبیح الله سالنګي په نوم د پولیسو یو عسکر پر خپل فیس بوک پاڼه لیکلي، چې د پېښې په ځای کې حاضر و او  قران ته په سپکاوي تورنې میرمنې ځينې یې واورېدل چې قران نه بلکې نورې پاڼې یې سیزلي دي.

دغه پولیس لیکي، فرخندې په داسې حال کې چې وینې پرې راماتې وې د قران ایت الکرسي له ځان سره ویله.

سرچينه کاږي، چې دملګرو سره په ګډه یې دخلکو د مخنیوي زیاتې هڅې وکړلې خو دخلکو زیاتوالي ددوي مقاومت ناکامه کړ.

سالنګی دا هم وايي، چې ملګرو یې دخلکو د خورولو له پاره هوايي ډزې وکړې خو د پارېدلو خلکو په غوسه کې کمی رانغی.

ځېنې داسې راپورنه هم خپاره شول، وژل شوې فرخنده له څو کلونو راهیسې په روحي ناروغۍ اخته وه او دوامداره درمل یې خوړل.

داسې اوازې هم راپورته شوي چې فرخندې قران نه بلکې د زیارت د منجاور له خوا لیکل شوي تعویذونه سوڅولي دي او له تعویذ لیکونکي یې د شکر انې ورکړې ۱۰ زره افغانۍ غوښتلې، چې پایله کې د فرخندې او تعویذ لیکونکي ترمنځ لفظي شخړه هم رامنځته شوې ده.

دغه اوازې تر اوسه دکومې رسمي سرچينې له لورې نه دي تایید شوي او له پلټنو وروسته به د پېښې ټول اړخونه روښانه شي، خو د پېښې عیني شاهدان وايي، چې وژل شوې مېرمن قران ته سپکاوی کړی او دقران څو نسخې یې سوځولي دي.

ولسمشر غني ویلي دي چې (قران د مسلمانانو مقدس کتاب دی او دهغې دحرمت په ساتنه مسلمانان مکلف دي.)

غني زیاتوي، چې دا چاره باید د اسلامي اصولو په رڼا کې ترسره شي او نه دا چې عدالت، اسلامي او ملي قوانين تر پښو لاندې شي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام