طالبانو په وردګو کې ۷ تنه ولسي وګړي تښتولي دي

د میدان وردګو  ولایت سیمه ییز چارواکې وایې، چې نن (دوشنبه)  له غرمې مخکې په جلریز ولسوالۍ  کې د کابل- بامیانو په لویه لار ۷ تنه ولسي وګړي وسله والو طالبانو یرغمل نیولي دي.

د جلریز ولسوال نقیب الله حیدري سلام وطندار سره د مرکې پر مهال وویل، چې وسله والو طالبانو  د دغې ولسوالۍ په اسماعیل خېلو سیمه کې پاټک اچولی او نن( دوشنبه) ګهیځ یې ۷ تنه یرغمل کړي دي، چې څلور تنه یې غرمه مهال د قومي مخورو په منځګړیتوب راخوشي شوي دي.

حیدري وایې، ۳ تنه اوس هم له طالبانو سره دي او قومي مشران هڅه کوي، چې دغه یرغمل شوي کسان راخوشې کړي.

دا لومړی ځل نه دی، چې د کابل – بامیانو په لویه لار کې وسله وال طالبان خلک ښکته کوي، بلکې له دې وړاندې هم څو ځلې د بامیانو  ولایتي ادارې دولتي کارکوونکي طالبانو برمته کړي وو.

ویل کيږي چې برمته شوي ولسي وګړي( هزاره توکمی) دي، له دې وړاندې هم وسله والو ۳۱ تنه برمته کړي و او وروستۍ هغه یې د زابل پېښه ده چې ۷ برمته شوي هزاره ټبري وژل شوي وو، چې پړه یې په داعش پورې تړلې وسله والې ډلې باندې اچول شوې وه

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام