د بګرام له زندانه ۱۰۰ طالب بنديان خوشې شول

د ملي امنیت شورا وایي، د ولسمشر غني د فرمان له مخې ۱۰۰ طالب بنديان یې د دوی روغتیایي وضعیت، عمر او د مجازاتو پاتې مودې ته په کتو، د سولې د هلو ځلو او د کورونا ويروس د مهارولو د هڅې د برخې په توګه خوشې کړل.

له يادې شورا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا ۱۰۰ زندانيان په هغه اوږد لیست کې دي چې د طالبانو فني ټیم د افغان حکومت له فني ټیم سره، کابل کې د خبرو اترو په لړ کې شریک کړی و او بحثونه یې پرې کړې وو.

خبرپاڼه زياتوي چې دا زندانیان د ملي امنیت عمومي ریاست او لویې څارنوالۍ له لوري بایومټریک شوي او سوګند یې کړی چې هېڅکله به بېرته د جګړې ډګر ته نه ورګرځي.

د خبرپاڼې له مخې افغان دولت عین ډاډ د طالبانو له رهبرۍ په دوحه کې هم ترلاسه کړی دی.

د ملي امنيت شورا وايي چې د بنديانو خوشې کول له بايومټريک او ثبت نه وروسته به معمول ډول ترسره کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام