د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وايي، چې افغانستان کله هم خپلې بهرنۍ اړیکي د نورو هېوادونو لپاره له منځه نه وړي او له ټولو هېوادونو سره به دوستانه اړیکې ولري.
د بهرنیو چارو وزیر نن د سل ورځني کاري پروګرام پرمهال وویل، چې افغانستان له پاکستان او هندوستان سره د ژورو دوستانه اړیکو غوښتونکی دی او نه غواړي، چې د یو هېواد لپاره له بل سره اړیکې خرابې کړي.
هغه وویل، چې د پاکستان او هندوستان خپل منځي اړیکې د افغانستان لپاره خوار مهمې دي او کابل غواړي، چې له دواړو هېوادونو سره دوستانه اړیکې ولري.
رباني وویل، چې افغانستان باید د اوسني بهرني سیاست نه راووځي او د بهرني ساست په اصولو کې باید اساسي او یو نوی فصل پرانیزي.
ویل کېږي، چې د نوي حکومت په لومړیو ورځو کې له پاکستان سره د افغانستان په اړیکو کې تمایل زیات شوی و. دغه اړیکې په هېواد کې دننه له زیاتو انتقادونو سره مخ شوې.
اقتصاد او امنیت، د سل ورځني کاري پروګرام لومړیتونه
صلاح الدین رباني خپل سل ورځنی کاري پروګرام په ۵ برخو کې چې ۶۰ موارد کېدل؛ وړاندې کړل.
ښاغلي رباني د خپلې سل ورځني کاري مودې کې د ګتورو خدماتو ارایه کول او سپمونه ډېر اړین موارد یاد کړل، هغه وویل، چې د دغو دوو برخو په واسطه کولی شي، چې په وزارت کې مثبت تغیرات راولي.
اصلاحات، بهرنی سیاست، بهرنۍ اړیکې، د مهاجرو افغانانو د حقوقو پلټنه، بشري حقوق او د ښځو حقونه، د دغه وزارت د سل ورځني پروګرام پنځه عمده برخې وې.
د بهرنیو چارو وزیر په خپلو سلو کاري ورځو کې، اقتصاد او امنیت د بهرنيو اړیکو لپاره بنسټیز عناصر وګڼل.
د ۱۲ تړونونو څارل، له ګاونډیو هېوادونو سره سیاسي او امنیتي همکارۍ او په شانګهای سازمان کې د افغانستان لپاره غړیتوب ترلاسه کول؛ د دغه وزارت نور پروګرامونه دي.
د بهرنیو چارو وزیر وویل، په سل ورځنۍ کاري موده کې د دغه وزارت لومړی کار دا دی، چې په هغو هېوادونو کې سیاسي نماینده ګیانې نه لري، هلته به یې جوړې کړي.
په یونان کې د دوو سیاسي نماینده ګیو جوړل او په هند کې د یوې کنسلګرۍ رغو هم، د دغه وزارت په پروګرامونو کې شامل دي.
د پاکستان، ایران او افغانستان د درې اړخيزې ناستې لپاره تابیا، د افغانستان، ایران، پاکستان د (یو،این، ایج، سي، ار) څلور اړخیزې ناستې جوړول او په نورو هېوادونو کې د افغان زده کړیالانو د ستونزو د هواري لپاره د یو کمېسیون جوړل، د بهرنیو چارو وزارت په سل ورځني کاري پروګرام کې شامل دي.





