افغانستان د افراط ګرايې په ګړنګ کې

د افغان حکومت اجرايوي مشر دویم مرستيال محمد محقق وايي، چې په افغانستان کې افراط ګرايي زور اخیستې او دا چاره افغانان د نوي چلينجونو سره مخ کړې ده.

دی وايي افراط ګرايې څخه سیمه هم په امن نه ده پاتې، خو افغانستان اوسمهال د سيمې هېوادونو په کچه زياته قرباني ورکوي.

د حکومت اجرایه ریاست مرستیال وایې، په سیمه او افغانستان کې یوشمېر کړۍ د اسلام ترنامه لاندې مسلمانانو د وژلو هڅه کوي.

محقق زیاتوي، چې په هلمند، زابل او فراه ولایتونو کې ځينې مذهبي افراط ګرايان ځای پرځای شوي، چې شعیه مذهبه او هزاره توکمي کسان ووژني او بیا همدغه کسان د بل مذهب پرضد راپورته او په هېواد کې نیابتي جګړې پېل کړي.

خو د اجرايوي مشر مرستيال ډاډ ورکوي، چې دا شان ډلې به لکه د شوروي اتحاد په څېر له ماتې سره مخ شي.

هاخوا یو شمېر دينې عالمانو په کابل کې د عدالت پېغام ترنامه لاندې یوې غونډې په ترڅ کې وویل، چې په دې وروستیوکې ځينې ډلې د اسلام ترنامه لاندې له انسان څخه د وسیلې په توګه کار اخلي او مسلمانان له سمتي، قومي، ژبني، مذهبي پلوه په خپلومنځوکې جنګوي.

د غونډې یو تن ګډون کوونکی سيد شریف ناصر زاده وايي، چې یوشمېر هېوادونه د افراطي ډلو څخه ملاتړکوي او مسلمان وژنې ته لمن وهي.

دی زياتوي اسلامي نړۍ په ځانګړي توګه افغانستان د افراط ګرایې له جدي خطر سره مخ دی.

دیني عالمانو بیا پر حج او اوقافو وزارت نیوکه کوي، چې په هېواد کې د ورځ تربلې افراط ګرايي زياتېدا د مخنيوي په اړه لازم اقدامات نه کوي.

له بل لوري بیا د حج او اوقافو وزارت هم په افغانستان کې د افراطیت ریښو قوي کېدل مني، خو زیاتوي، چې دغه وزارت د افراطیت ځپلو له پاره یوشمېر پروګرامونه پېل کړي دي.

د حج او اوقافو وزارت مرستیال داعي الحق عابد سلام وطندار ته وویل، چې دوی د پخواني ولسمشرحامد کرزي په امر د اعتدال په نوم یو مرکز هم رامنځته کړی، څو د افراط او تفریط څخه مخنیوی وکړي.

عابد زیاته کړه، چې یاد مرکز د ۴۰ اسلامي هېوادونو سره اړیکي لري او په راتلونکي کې به په دې اړه یو شمېر سمینارونه اوکتابونه هم چمتوکړي.

څه موده وړاندې پخواني ولسمشر حامد کرزي غربي او يو شمېر اسلام ضد هېوادونو ته خبرداری ورکړ، چې باید د اسلام په اړه په خپل فکر کې بدلون راولي او په دې باب له سره غور وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام