عدلیې وزارت: د ۹۳۱ جریبه غصب شوې ځمکې دوسیې د دولت په ضرر تمامې شوي

عدلیې وزارت وایي، چې د ۶ میاشتو په ترڅ کې دوی د ځمکو د غصب په تړاو د دولت ۴۰۳ دوسیې پر مخ وړي، چې ځینې یې د دولت په ګټه او ځینې یې د دولت په ضرر پاې ته رسېدلي دي.

د عدلیې وزارت ویاند محمد امان ریاضت نن (دوشنبه) په کابل کې د عامه شتمنیو د حقونو ملاتړ له پاره جوړه شوې غونډه کې وویل، چې په ۶ میاشتو کې دې وزارت د دولت د عامه شتمنیو د ملاتړ ۴۰۳ دوسیې چې پیسې، ځمکې اپارتمانونه او دوکانونه په کې شامل دي پر مخ وړي چې ۱۳۱ د دولت په ګټه ۱۴ د دولت په ضرر او په پاتې نورو ېې کار جریان لري.

ریاضت زیاتوي، د ۹ زره ۴ سوه ۳۹  جریبه ځمکې دوسیې چې د عدلیې وزارت د قضیو ریاست مخ ته وړي د دولت په ګټه تمامې شوي، چې دغه ځمکې په کابل، هرات، کندهار، دایکندي او بغلان ولایتونو کې او هغه ځمکې چې د ولت په ضرر پاې ته رسېدلي په غور او ځینو نورو ولایتونو کې دي.

د عدلیې وزارت ویاند وویل، په دې کې ۹۳۱جریبه هغه ځمکه ده، چې دوسیې یې د دولت په ضرر پای ته رسیدلي دي.

د عدلیې وزارت ویاند وايي، دوی د هغو زورواکو نومونه نه شي اخیستلی، چې دولتي ځمکې یې په زور نیولي، ځکه چې ولسمشر دوی ته امر کړی، د هغه پر بنسټ دوی اړ دي د اطلاعاتو یوه کړنلاره او اطلاعاتو ته د لاس رسي کمېسیون جوړ کړي، چې په هغه کې هم هغه اطلاعات چې محرم دي او یا ملي ګټو سره په ټکر کې وي دوی یې د خپرولو اجازه نه لري.

همدارنګه د عدلیې وزارت ویاند دا هم په ډاګه نه کړه چې دولتي ځمکه د چا له خوا په زور نیول کېږي دولتي کسان دي او که نادولتي؟

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام