
نن شاوخوا لس بجې د لوګر د محمداغې ولسوالي په سفېدسنګ سیمه کې د لوګر د والي محمدانور اسحاقزي پر موټریز کاروان موټربم برید وشو چې له کبله یې ۸ پولیس وژل شوي او لس نور ټپیان دي چې د والي او د دغه ولایت د امنیت ریاست ساتونکي پهکې شامل دي.
د لوګر د والي ویاند شمشاد لاروي سلاموطندار ته وویل چې یاد برید د یوه کرولا ډوله موټر په وسیله شوی، خو په وینا یې د لوګر والي محمدانور اسحاقزي او د ملي امنیت رییس ته زیان نهدی اوښتی.
محمدانور اسحاقزي په پلعلم کې له پېښې وروسته خبریالانو ته وویل چې د ملي امنیت له رییس سره یوځای له کابله د لوګر پر لور روان و چې د هېواد او سولې دوښمنانو له لوري ورباندې موټربم برید وشو، خو په وینا یې دوی ته پهکې زیان نهدی اوښتی، خو یو شمېر ساتونکي یې وژل شوي دي.

په دغه موټربم برید کې پنځه موټر هم له منځه تللي دي.
د وسلهوالو طالبانو ویاند ذبېحالله مجاهد د یاد برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې ګڼشمېر ځانګړیو ځواکونو ته یې پهکې مرګژوبله اړولې ده.





