
د شانګهاي د سیمه ییزو همکاریو سازمان ۱۴مه غونډه نن(دوشنبه) په بیجنګ کې پیلېږي.
په دغه غونډه کې د ملي یو والي حکومت اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هم ګډون کوي، چې تېره شپه په څلور ورځني سفر د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ چین ته رسېدلی.
ددغه ناستې په ایجنډه کې به په سیمه کې نا امني او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه په سر کې ځای ولري.
د افغانستان په استازولۍ له اجرايوي رييس سره په دغه څلور ورځني سفر کې د بهرنيو چارووزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزی، د سوداګرۍ وزير، د کليو پراختيا وزير، د کانونو د وزير په ګډون ١١ وزيران او نور لوړ پوړي چارواکي ملتيا کوي.
روسيه، چين، ازبکستان، قزاقستان، تاجکستان او قرغزستان د دغه سازمان بشپړ غړيتوب لري او هندوستان، ايران، پاکستان او منګوليا، ترکمنستان او افغانستان د ناظر په توګه په کې ګډون کوي.

عبدالله به د افغانستان په استازیتوب په دغه غونډه کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او پر یو والي خبرې وکړي.
د خپرو شوومعلوماتو له مخې ویل کېږي، چې ډاکټر عبدالله به د شانګهای له غوندې وروسته او د غونډو په حاشیو کې د یوشمېر هېوادونو له مشرانو سره ځانګړې کتنې وکړي.
د شانګهای سازمان په سيمه کې د امنیتي، اقتصادي او فرهنګي همکارۍ له پاره کار کوي.
دغه سازمان په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کې د چين، روسيې، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان د مشرانو له خوا جوړ شوی و.
د اصلي غړو تر څنګ منګوليا په ۲۰۰۴ کال کې، افغانستان، پاکستان، هند او ايران په ۲۰۱۲ کال کې د څارونکو په توګه له دغه سازمان سره يو ځای شول.





