
د افغانستان بیارغونې په اړه د امریکا ځانګړې پلټونکې اداره (سیګار) په خپل نوي خپور شوي ریپوټ کې ویلي، چې د تېر کال په پرتله په ۲۰۱۶ کال کې د افغان امنیتي ځواکونو د سر زیان کچه لوړه شوې ده.
د دغه رپوټ له مخې سږ کال تراوسه د امنیتي ځواکونو ۵ زره ۵۲۳ سرتیري وژل شوي دي او ۹زره ۶۶۵ تنه یې ټپیان شوي دي.
خو تېر کال د افغان امنیتي ځواکونو ۵ زره اړوندان وژل شوي وو او ۱۵ زره نور یې ټپیان شوي وو.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي، چې د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه له تېر کال سره برابره او ډېر توپیر په کې نه دی راغلی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند دغه راز، وایي، حکومت د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبلې مخنیوي له پاره هڅه کړې او وړ کسان یې پر پوځي او امنیتي څوکیو ګومارلي دي.
دی وايي، حکومت به هر هغه لاره، چې د امنیتي ځواکونو مرګ ژوبلې مخنیوي کې اغیزمنه وي عملي کړي.
تېره اونۍ په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو قومندان جنرال جان نیکلسون خبرداری ورکړی و، چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د کمزورتیا له امله د امنیتي ځواکونو د سر زیان کچه لوړه شوې ده.





