
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د خپلو ځواکونو یو څه برخه به په افغانستان کې د اطلاعاتي کارونو لهپاره پرېږدي.
ښاغلي ټرمپ پرون له سيبياېس ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي: «موږ هلته د ۱۹کلونو لهپاره وو، موږ ډېر ښه جنګېږو. موږ له بل هر وخت ښه جنګېږو. فکر کوم. ټول ستړي شويدي. موږ باید له دې ناتمام جنګه بېرون راووځو او خپل کسان کورونو ته وګرځوو. اوس دا پهدې معنا نهده چې موږ د اطلاعاتي لارو هغه ځای څارو. موږ به څارنه وکړو او ډېره دقیقه څارنه به وکړو.»
ورته مطالب:
«د افغانستان د جګړې لګښت په کال کې ۵۰ میلیارډه ډالر دی»
ناټو: له ضرورته ډېر به په افغانستان کې پاتې نهشو
ښاغلي ټرمپ دا هم ویلي چې دوی به په افغانستان کې واقعيي اطلاعاتي ماموران پرېږدي. د ده په خبره، که چېرې د ترهګرو په بیا ځلي ځالو جوړولو پوه شول؛ دوی به هم لاس په کار شي.

د امریکا ولسمشر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د تېر سپټمبر پر ۱۹مه په واشنګټن کې ویلي وو، که د افغان سولې خبرې اترې بریالۍ شي؛ خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي.
تېره اوونۍ نیویارک ټایمز د ولسمشرمحمداشرف غني له لوري امریکايي سیال ته د یو لېږل شوي لیک محتوا ډاګیزه کړه. دې لیک کې له امریکایي سیاله غوښتل شوي وو چې له دواړو لوریو دې یوه کاري ډله وګومارل شي چې د امریکايي ځواکونو د لګښتونو، د پوښښ ساحې او حضور په اړه بحث وکړي.
د ولسمشر ټرمپ دا خبرې داسې مهال رسنیزې کېږي چې څه موده مخکې د افغان سولې لهپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي وو چې پهدې غونډه کې د چارچوب په ډول دوې مسلې مهمې بلل شوې دي چې طالبان به له افغانستانه د القاعده شبکې له استفادې مخنیوی کوي او امریکا هوکړه کړې وه چې خپل پوځونه به له افغانستانه وباسي.
د امریکا په مشرانو جرګې کې د جمهوري غوښتونکیو رهبرۍ هم د تېرې پنجنشپې په ورځ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرامپ له لوري له افغانستان او سوریې نه د امریکايي ځواکونو د ایستلو نادرې پرېکړې پر خلاف یو مسوده تصویب کړه.
د امریکا د دیموکراتانو او جمهوري غوښتونکیو مهمو ګوندونو غړیو په ملي شورا کې د رایو په اکثریت سره تصویب کړه او ویلي یي وو چې پهدې دواړو هېوادونو کې وسلهوالې ډلې «د متحده ایاالتو امنیت» ته جدي ګواښ دی.





