د ۵ پخوانيو طالب چارواکو ازادي او د سولې پروسې په اړه ترې هيلې

تېر میلادي کال طالبانو ۲۸ کلن امریکایی خورد ظابط (بوبرګډال)  له کوم قیط شرپرته خوشی کړ، خو هغه پنځه طالبان، چې په ۲۰۰۱ میلادي کال د ګونتانامو زندان ته اچولي ؤ، د ځينوشرطونوسره را خوشي کړل.

په خوشې شویو طالبانو کې ملافاضل، محمد نبي، خیرالله خېرخوا، نورالله نوري اوملا وثیق هغه طالب بندیان وو، چې امریکا د ګونتانامو له زندان څخه بهر خو شرطونه یې پرې کېښودل.

ټاکل شوې پر دغو طالب مشرانو د نظر بندۍ یو کلنه موده پاې ته ورسيږي او د جون له ۲ مې ور اخوا په ازادانه توګه افغانستان او نورو هیوادونو ته تګ راتګ وکړي.

د سولې عالي شورا لومړی مرستیال عبدالحکیم مجاهد وایي، چې په قطر کې ۵ نظربند طالبانو ته خپلواکي ورکول د سولې پربهیر خورا ښې اغیزې لري.

مجاهد زیاتوي چې په قطر کې د پنځو نظربند طالبانو د یوکال  موده پوره کېدو سربېره کومې محمکې مجرم نه دي پیژندلي.

د مجاهد په وينا، دوی که چیرې افغانستان ته راشي حکومت مسولیت لري، چې دوی ته امن چاپيریال چمتو کړي.

امریکا ویلي و، چې ۵ خوشې شوي بندیان به په قطر کې له خپلو کورنیو سره تریوه کال پورې ژوند کوي، خو افغانستان او نورو بهرنیو هېوادونو ته به سفرونه نه کوي.

د سیاسي چارو شنونکی وحید مژده وایې، چې په قطر کې نظر بند طالبان د سولې پر بهیر مثبت اغیز نه لري، ځکه پر وینا یې په سوله کې هغه طالبان مثبت اغیز لري چې د قطر دفتر او غړیتوب ولري.

هغه وايي، چې دغه کسان پوځي طالبان دي او د سولې په پروسه کې ګټور کار نه شي کولی، ځکه د ده په وينا د سولې خبرې اترې د سیاسي کمېسیون کار دی چې په قطر کې دی.

په همدې اړه سیاسي کارپوه قاضي حسن حقیار وایي، چې که یادو پنځوو طالب چارواکو ته خپلواکي ورکړل شي، له شک پرته د سولې عالي شورا له پاره ګټور دی.

د نوموړي په باور، د امریکا او طالبانو تبادله حساسیت لري، ځکه پر وینا یې د قطر پنځوو طالبانو ته باید خپلواکي ورکړل شي.

هغه وايي، که امریکا له دوی څخه سالمه ګټه واخلي پردوی خپلې غوښتنې په ډيپلوماسۍ فضا کې وړاندې کړي، نو د افغانستان کړکیچ کې ښه رول لرلی شي، ځکه په وينا يې د طالبانو د وخت پياوړي چارواکي وو.

تمه وه، چې نن ولسمشر محمد اشرف غني قطر ته رسمي سفر وکړي، خو ارګ وایې چې د ځينو مسایلو له امله دغه سفر وځنډېد.

د سیمه ییزو چارو کارپوه عبدالطیف نظري وایي، چې ولسمشر غني د سیمې هېوادونو ژمنو عملي  کېدو ته په تمه دی. د نظري پر وینا نړېوالو ژمنې کړې وې، چې طالبان به له بېلا بېلو لارو خبروته اړباسي.

دغه راز، تېرکال د امریکا او طالبانو ترمنځ تبادله د افغان حکومت له خبرتیا پرته ترسره شوې وه او حکومت هم دغه تبادله غندلې وه او ویلي ؤ، چې دریم هېواد ته د بندیانو سپارل د نړېوالو قوانینو خلاف کار دی.

افغان حکومت له امریکا او قطر څخه غوښتنه کړې وه، چې خوشې شوي بندیانو ته دې خپلواکي ورکړي.

عبدالحق وثیق د طالبانود واکمنۍ پرمهال د کورنیو چارو وزارت مرستیال، ملانور الله نوري، په مزار شریف کې د طالبانو ستر قوماندان خیر الله خیرخواه، په پوځي برخه کې قاضي او د ملا عمر نږدې پلوی او محمد نبي بیا د طالبانو د واکمنۍ پرمهال په بیلابیلو څوکیو کار کړی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام