روزګان کې د طالبانو خونړی برید؛ ۲۳ پولیس وژل شوي

یوه باوري امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط نن سلام‌وطندار ته ویلي چې د ګېزاب ولسوالي په کنډوګک سیمه کې د دوو امنیتي پوستو پولیسو بېګاه غوښتل چې د طالبانو له کلابندۍ ځانونه وژغوري او د دغې ولسوالي امنیې قومانداني ته ولاړ شي، خو پر لارې د طالبانو له کمین سره مخ شوي دي.
سرچینه وايي، د وسله‌والو په دغه کمین کې ۲۳ پولیس وژل شوي، ۸ يې ژوندي نيولي او څلور نور امنیې قومانداني ته روغ رسېدلي دي.

یاد پولیس له تېري یوې اوونۍ راهیسي کلابند وو.

وسله‌والو طالبانو او د روزګان د والي ویاند تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د دولت او طالب ډلې مرکچیان په قطر کې د سولې پر خبرواترو بوخت دي، خو د دغو خبرو له پیل سره هم‌مهاله په هېواد کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام