په ټاکنیز نظام کې د سمون کمېسیون د ټاکنیزو قوانیو، د دندو قوانین، تشکیلات او د ټاکنو کمېسیون د صلاحیتونو څېړنه پیل کړه.
د یاد کمېسیون لومړي مرستیال صدیق الله توحیدي نن د (جولای په ۲۳مه) په یوې خبرې غونډه کې وویل، ټاکل شوې ده، چې دغه څېړنې به د دوو کمېټو له لوري تر سره شي.
نوموړي وايي، چې د ټاکنو قانون، د تشکیلاتو قانون او په ټاکنیزو صلاحیتونو کې باید بدلونونه رامنځته شي، په ټاکنیز نظام کې د سمون کمېسیون د تعدیلاتو وړاندیزي طرحه د دغه کمېسیون له خوا ترتیب او حکومت ته وړاندې کړي.
توحیدي زیاته کړه، چې په ټاکنیز نظام کې سمون راوستل هم په دې څېړنه کې شامله ده؛ چې په راتلونکو ټاکنو کې د تېر په څېر ستونزې رامنځته نه شي.
په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون په درغلیو تورن شو او د ملي یووالي حکومت په رامنځته کېدلو سره په ټاکنیز نظام کې د سمون کمېسیون په رامنځته کولو هوکړه وشوه.
د دغه کمیسیون د رییس پر سر اختلاف د کمېسیون چارې ځنډنۍ کړې او تېره ورځ یاد کمیسیون خلپې چارې پیل کړې.
د ټاکنیز نظام د سمون کمېسیون د چارو له پیل سره سم داسې اندېښنې را پیدا شوې دي، چې دغه کمېسیون یواځې مشورتي رول لري.
خو توحیدي وايي، چې د دغه کمېسیون د رامنځته کېدو په فرمان کې مشورتي رول نه دی تعریف شوی.
له بل لوري ځېنې بنسټونه د یادو اندېښنو سربېره وايي، چې په ټاکنیز نظام کې د سمون کمېسیون ته د اصلاحاتو د رامنځته کولو لپاره ۳ میاشتې ورخت بسنه نه کوي.
خو د یاد کمېسیون مرستیال وايي، چې د دغه کمیسیون کاري موده د دوی په غوښتنه کېدلی شي، چې تمدید شي او دغه چاره د دغه کمېسیون د رامنځته کېدو په فرمان کې هم یاده شوې ده.
په ټاکنیز نظام کې د سمون کمېسیون د (جولای په ۲۲ مه) رسما خپل کارونه پیل کړل.
شاه سلطان عاکفي د نوموړي کمېسیون رییس، صدیق الله توحید یې مرستیال او ۱۲ تنه نور د دوو ښځو په ګډون د دغه کمېسیون غړي دي.





