طالبانو په بدخشان کې د یوې کورنۍ ۵ غړي وژلي

د بدخشان امنیتي مسوولان وايي، په دغه ولایت کې د ملکیانو پر موټر د طالبانو په ډزو کې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي دي.

دا پېښه نن سهار څلور بجې د بدخشان په درایم ولسوالي کې شوې ده.

د بدخشان د پولیسو ویاند ثناالله روحاني وايي، د وژل شویو کسانو کې دوه ماشومان هم شامل دي او یو بل کس په‌کې ټپي شوی دی.

د نوموړي په وینا، دا پېښه هغه مهال شوې چې د درایم ولسوالي د پتاوک سیمې یوه اوسېدونکي غوښتل ماشومان ښوونځي ته بوځي او طالبانو د لارې په اوږدو کې پرې ډزې کړې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام