
امنیتي ځواکونو تېره شپه د جنبش رستاخیز تغییر غړو د تحصن پر خېمو برید وکړ.
د دې خوځښت غړو د سه شنبې په ورځ کابل کې خبري غونډې ته وویل، چې د تحصن پر خېمې د امنیتي ځواکونو د برید له امله ۲ اعتراض کوونکي وژل شوي، ۲۷ تنه ټپيان دي او ۱۱ نور امنیتي ځواکونو له ځانه سره وړي دي.
دوی له امنیتي بنسټونو غواړي، چې ژر تر ژره دې د دغه خوځښت غړي ورخوشې کړي.
د جنبش رستاخیز تغییر په نوم خوځښت غړو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د تېرې شپې کړنه بشري ضد او ناقانونه عمل وبللو او د خپل اعتراض په دوام يې ټینګار وکړ.
د دغه خوځښت د اعلامیې په یوې برخې کې راغلي، چې د جنبش رستاخیز تغییر خوځښت مرکزي خېمه د سه شنبې په شپه تر ظالمانه او وګړنیز ضد وحشیانه برید لاندې راغلې ده.
د خوځښت غړي کلیم الله هم سخن وویل، چې حکومت له توپک او هاموي ټانک سره پر معترضینو برید وکړ.

د هم سخن پروینا، حکومت له ټولو ځواکونو سره پر معترضینو برید وکړ او دوی يې په بې رحمانه توګه په نښه کړل.
په ورته وخت کې اجرایوی رییس عبدالله عبدالله هم له امنیتي ځواکونو وغوښتل چې له وطنوالوسره ناقانونه چلند ونه کړي.
عبدالله زیاته کړه، چې د تحصن پر خېمه برید باید حکومت په جدي توګه وڅېړي.
نوموړي وویل: "تېره شپه پېښه رامنځته شوه، تراوسه يې څېړنې نه دي بشپړې شوي؛ خو دې پېښې ټولو ته ټکان ورکړ. د عدلي طب او جنايي څېړنو پایلې تراوسه نه دي راغلي."
د حکومت دغه عمل د ټولنیزې شبکې فیسبوک کاروونکو له غبرګونونو سره هم مخ شو او یو شمېر هغو یاده پېښه دیکتاتوري او ظالمانه عمل وباللو.
دا دویم ځل دی چې حکومت د جنبش رستاخیز تغییر په نوم خوځښت غړي په نښه کوي؛ امنیتي ځواکونو مخکې تردې هم پر معترضینو ډزې کړې وې، چې ۶ کسان په کې ووژل شول او ۱۰ نور ټپیان شوي وو.





