د فساد له امله د ښار جوړولو وزارت د۶ تنو کارکوونکو دندې وځنډېدلې

ولسمشر محمد اشرف غني په یوه غونډه کې د ښار جوړولو وزارت استازو ته له فساد سره د مبارزې په موخه، په چارو او په ځانګړي ډول د اپارتمانونو جوړولو په برخه کې په لا ډېر شفافیت ټینګار.

ولسمشر غني وویل، چې که د یاد وزارت کوم کارکوونکی په دې برخه کې د عدلي او قضایي ارګانونو له لوري د بډو او ونډو په اخیستلو تورن او ملامت وپېژندل شو؛ نو قانوني جزا به ورکول شي.

ښاغلی غني په غونډه کې د لویې څارنوالۍ ځای ناستي ته د ښار جوړلو وزارت د هغو شپږو کارکوونکو د دندو د ځنډولو او ممنوع الخروج اعلانولو هدایت ورکړ، چې د ښار جوړولو وزارت د اپارتمانونو جوړولو په برخه کې په بډو او ونډو اخیستلو تورن دي.

د ښار جوړلو وزارت د کور جوړولو تصدۍ رئیس احمدنواز بختیار، محمدامین قانع د اپارتمانونو چارو د انسجام دفتر مسوول ، احمدشاه همت د مرکز د ښار جوړولو رئیس، محمدامین امین د املاکو او اسکانو رئیس، انجینر ګل رحیم زیارمل د پلان او پالیسۍ رئیس، سیدامان سادات د اپارتمانونو چارو د انسجام دفتر مالي مسوول په دغه لېست کې شامل دي.

افغان ولسمشر غني وویل، فساد په نړیواله کچه د افغانستان حیثیت ته زیان اړولی. افغان ولس هم له همدغې ناوړه پدیدې رنځېږي؛ نو د ملي وحدت حکومت د فساد پر ضد جدي مبارزه کوي.

 

د چارو یو شمېر شنونکی په دې باور دي، چې د حساب ورکونې او حساب اخيستنې د مکلفيتونو نشتوالى، د قانون ماتونې د زمينې برابرول، د قانوني د مصونيت اخيستل، د بهرنيو قوانينو ناسمه ژباړه او د تقنيني ارگانونو له لوري د هغه په پام کې نه نيول، د واسطې د کلتور رواجول او په حکومتي چارواکې د گوندي، قومي او ژبني چلند عامول، تړونونه او د نړيوالو مرستو په لگولو کې د نړيوالو موسساتو آزاد فعاليت او ځينې نور لاملونه په افغانستان کې فساد ته لاره هواره کړې ده. 

څه موده وړاندې په یوې سروې کې ویل شوي وو، چې ۶۸ سلنه خلک رشوت ورکول او ۶۷ فیصده یې په دولتي ادارو کې د واسطې له لارې وظیفه پیدا کول یو عادي عمل بولي.

بل خوا پر افغان حکومت د نړيوالې ټولنې يوه لويه نيوکه داده، چې اداري فساد پکې عام دى.

يوشمير بهرنيو هيوادونو او په ځانگړې توگه د افغانستان لوى مرسته کونکي هيواد امريکا په بيا بيا له افغان حکومته غوښتي چې د فساد مخه ونيسي

د ښار جوړولو وزارت د دغو ۶ تنو دندې په داسې حال کې ځنډول کېږي، چې د حکومت اجرايي رييس ډاکتر عبدالله تېره میاشت ویلي وو، چې نړيواله ټولنه په افغانستان کې د خپلو مرستو د دوام لپاره ژمنه ده، خو په دولتي ادارو کې د سمون او ښه والي تمه لري.

 

نوموړي د وزيرانو شورا په غونډ کې ویلي وو، چې له اداري فساد سره د مبارزې د ارزونې او څارنې ګډه خپلواکه کمېټه له څو کاله وړاندې جوړه شوې، د افغانستان ادارو ته يې ځينې سپارښتنې کړې، چې د اداري وضعيت د ښه کولو او له فساد سره د مبارزې لپاره اغېزناکې دي.

د حکومت اجرايي رييس ویلي وو: "له ټولو دولتي ادارو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې د دغو سپارښتنو په عملي کولو کې تر هغو چې د هېواد د قوانينو په اډانه يې کې د عملي کېدو مجال وي، جدي اقدام وکړي."

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې کمیټه د اړتیاوو د تشخیص وروسته د لندن او کابل نړیوالو کنفرانسونو کې جوړه شوه.

دغه کمیټه د اداري فساد سره د مبارزې  شپږ تنه متخصص غړي لري، چې درې تنه یی د افغان دولت له خوا او درې تنه نور یی د ملګرو ملتونو سازمان له خوا د نړیوالې ټولنې په استازیتوب ټاکل شوي دي او دغه کمیټه په هرو شپږو میاشتو کې د فساد په اړه ولسمشر، پارلمان، د افغانستان خلکو او نړیوالې ټولنې ته راپور وړاندې کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام