ایا د تورې چهارشنبې د پېښې ملاتړو سره به قانوني چلند وشي؟

د کابورا پروډکشن د کارکونکو پر موټر برید له زیاتو غبرګونونو سره مخ شو، چې ځېنې هېوادوالو په ټولنیزو شبکو کې دغه برید غندلی؛ خو یو شمېر نورو بیا د طالبانو له دغه بریده ملاتړ کړی.

دغو ملاتړ کوونکو په خپلو ټولنیزو پاڼو کې لیکلي دي، چې د کابورا پروډکشن کارکوونکي «فاحش او پلیت» دي؛ دوی د «امریکایانو جاسوسان» او د تېرې اونۍ په برید کې د طلوع وژل شوي کسان «مردار» بللي دي.

په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازې هما سلطاني په خپله فسبوک پاڼه د طالبانو د دغه برید ملاتړ کړی دی.

سلطاني د طلوع ټلوېزیون پر کارکونکو برید او د دوی پر وژل کېدو خوښي ښکاره کړې او د برید عاملان یې فدایان بللي وو.

نوموړي په یوې خصوصي رسنۍ کې له خپلې دغه لیکنې تایید کړې ده.

په همدې حال کې د ټولنیزو شبکو ځېنې فعالانو د هما سلطاني محکمه کولو غوښتنه کړې او له امنیتي بنسټونو یې غوښتي، چې د ولسي جرګې د دې غړې څرګندونې د ملي ګټو خلاف دي.

د ولسي جرګې استازې له څرګندونو وروسته ځېنو ته دا پوښتنه پیدا شوې، چې د بیان ازادۍ کرښې تر کومه دي؟

ایا سلطاني باید د خپلې عقیدي د څرګندولو له پاره تر قانوني تعقیب لاندې راشي؟

ایا د هېواد قوانین په دې برخه کې کوم ځواب لري؟

د ولسي جرګې غړې هما سلطاني

د سیاسي چارو کارپوهه شبنم سیمیا په دې اړه سلام وطندار ته وویل، چې د «تورې چارشنبې» ورځې د پېښې قربانیانو کورنۍ او طلوع ټلویزیون کولای شي، چې د هما سلطاني د خبرو پر وړاندې شکایت وکړي.

د اغلې سیمیا پر وینا، د افغانستان د جزا قانون له مخې، هما سلطاني جرم کړی او د جزایي محکمو د اصولو له مخې باید ورسره چلند وشي.

نوموړې زیاتوي، چې د دغو خبرو په برخه کې د ولسي جرګې غړي حقوقي خونديتوب نه لري او د ولسي جرګې د دې غړې «جرم» چې خپله د قانون جوړونې بنسټ غړې ده، زیات دی.

دې مېرمنې وویل، چې د افغانستان په قانون کې د تور، توهین او قذف په اړه جزاوې مشخصې شوي دي.

له بل لوري څوو معتبرو نړیوالو رسنیو په غیر مستقیم او یو اړخیز ډول پر طلوع تلوېزیون د طالبانو برید کم ارزښتو په کلماتو کې غندلی دی.

په همدې حال کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرسیتال سید ظفر هاشمي وایي، چې له هغو کسانو سره چې په ټولنیزو شبکو کې د طالبانو له بریدونو ملاتړ کوي قانوني چلند به وشي.

هاشمي زیاتوي، چې اړوندو بنسټونو ته یې دنده سپارلې، چې د ټولنیزو شبکو د دغو ډول استفاده کونکو په اړه څیړنې وکړي.

د تېرې اونۍ برید د خبریالانو د وژلو په اړه بې سارې و او په دغه برید کې د طلوع تلوېزیون ۷ تنه کارکوونکي وژل شوي او ۲۷ تنه نور ټپیان شول.

د طالبانو په دغه برید کې د طلوع تلوېزیون له کارونکو پرته نور خلک هم وژل شوي او ټپیان شوي وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام