په غزني کې د داعشیانو شب‌نامې؛ «له طالبانو ملاتړ مه‌کوئ»

داعشیانو د شب‌نامو په خپرولو سره د غزني ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ له اوسېدونکي غوښتي دي چې له طالبانو سره خپلې اړیکې قطع کړي او خپل زامن د طالبانو له لیکو راوباسي. دې ډلې د شب‌نامې په یوځای کې له خلکو غوښتي دي چې له دوی ملاتړ وکړي.

د غزني د قره‌باغ ولسوال صاحب‌خان له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل چې داعشیانو د شب‌نامو په خپرولو سره د دې ولسوالۍ له اوسېدونکیو غوښتي دي چې له طالبانو سره همکاري ونه‌کړي او که چېرې په‌دې اړه څوک ولیدل شو؛ سر به یې پرې کړي.

د ده په خبره، د قره‌باغ او د زابل د خاکِ‌افغان سیمې نږدېوالی چې د داعشیانو د حضور مهم ځای بلل کېږي؛ د دې لامل شي چې داعشیان به هم دې ولسوالۍ ته نفوذ وکړي.

د غزني د ولایتي شورا غړی عبدالباري شلګری هم د خلکو د معلوماتو له‌مخې وايي چې داعشیانو د دې ولسوالۍ په ځېنو ځایونو کې تبلیغات پیل کړي چې د راتلونکي کال د پسرلي په موسم کې د دې ډلې فعالیتونه ډېرېږي.

د هغه په وینا، داعشیانو د خلکو د ذهنیت په بدلولو او هغو ځایونو په نیولو هڅې شروع کړي چې له‌دې مخکې له طالبانو سره وې.

خو په جنوب‌شرق کې د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان شعورګل وايي چې ملي اردو تر اوسه په‌ غزني کې د داعشیانو د حضور په اړه معلومات نه‌لري.

د هغه په خبره، امنیتي ځواکونه پلان لري په غزني کې د ښه امنیت په پارعملیات پیل کړي.

قره‌باغ د غزني ناامنه ولسوالي ده چې طالبانو ډېر ځلې د دې ولسوالۍ کلیو ته تللې لارې بندې کړې‌دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام