د سړي تښتونو په اعتراض د بامیان میشتو لوی لاریون

په بامیان ولایت کې زرګونو ولسي خلکو د کابل بامیانو د لویې لارې په اوږدو کې د ناامنیو، انسان تښتولو او یرغمل نیولو د اعتراض په دود لاریون وکړ.

دغو اعتراض کوونکو شکایت کاوه، چې له یوې میاشتې راهیسې د مرکزي ولایتونو په ځانګړي ډول د بامیانو ولایت شاوخوا ۳۰ تنه ولسي خلک د پروان ولایت د غوربند په دره کې تښتول شوي دي او حکومت د دغې لویې لارې امنیت خوندي کولو ته پام نه کوي.

د تېر کال د کب میاشتې په څلورمه ڼېته د ۳۱ مسافرو له تښتولو را وروسته چې د داعش ډلې له لوري وتښتول شول د هېوا د لویو لارو په بېلا بېل برخو کې د ناپېژاندو وسله والو ډلو له خوا د انسان تښتولو پېښې زیاتې شوې.

دغو اعتراض کوونکو شعار ورکاوه، چې "امنیت زموږ حق دی" او حکومت باید د بامیانو او کابل لویه لار چې د میدان وردګو او پروان ولایتونو نه تېره شوې ده؛ امنیت یې خوندي کړي.

د بامیان خلکو د دغه ولایت له سیمه ییز او مرکزي حکومتونو وغوښتل، چې بامیانو ولایت ته د ورغځېدلو لویو لارو امنیت خوندي کړي.

صمدعلي د بامیانو ولایت دوکاندار دی. نوموړی وايي، چې د تېرې سه شنبې په ورځ یې تره او د تره زوی یې د پروان سیاګرد په ولسوالۍ کې تښتول شوي دي.

صمدعلي وايي، چې د دوی له تښتولو وروسته تښتوونکو د دوی د کورنۍ سره اړیکه نیولې ده او د دوی د خلاصون په بدل کې ۳۰۰ زره ډالرو غوښتنه کوي.

د راپورونو پربنسټ شاوخوا شپږ میاشتې مخکې وسله والو کسانو د بامیان د شېبر ولسوالۍ څلورتنه تښتولي وو، چې د ۸۰ زره امریکايي ډالرو په بدل کې یې خوشې کړل.

د بامیان ولایت د دیني عالمانو د شورا رییس سجاد محسني د دغه ولایت له سیمه ییزو امنیتي ادارو څخه شکایت کوي او دوی د خلکو د امنیت د خونديتوب په برخه کې په ناغېړۍ تورن وي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام