داعش په پروان کې د جلب او جذب مرکزونه جوړوي

د پروان د ولایتي شورا رییس غلام بهاوالدین جیلاني وايي، چې د دې ولایت د غوربند په دره کې د داعش ډلې پراخ موجودیت خلکو ته اندېښنې پیداکړې دي.

غلام بهاوالدین جیلاني له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې د غور بند درې کوه صافي ولسوالۍ په ځېنو سیمو کې داعش ډلې یو ځل بیا خپلو لیکو ته د کسانو د جذب لړۍ پیل کړې ده.

جیلاني زیاتوي، چې داعش وسله والې ډلې له دې مخکې هم د غوربند په کوه صافي په ولسوالۍ کې خپلو لیکو ته ځوانان جلبول.

د نوموړي په خبره، کله چې افغان امنیتي ځواکونو د داعش وسله والې ډلې یو مهم قوماندان ونیولو؛ د دوی د جلب او جذب کارونه په ټپه ودرېدل.

خو په ورته وخت کې د پروان امنیه قوماندان جنرال محمد زمان مموزی په غور بند دره کې د داعش حضور تاییدوي، وايي، چې  د پروان په ځېنو سیمو کې  د دغې ډلې حضور کومه نوې خبره نه ده.

د مموزي په وینا، هغو ډلو چې په تېر وخت کې یې په بېلابېلو نومونو د غوربند دره کې فعالیت درلود؛ اوس په داعش اوښتي دي.

نوموړي وايي، چې دغه ډله د افغان امنیتي ځواکونو له پاره خنډونه نه شي جوړولی او دوی به یې ژر تر ژره وځپي.

د پروان امنیه قوماندان په دې ولسوالۍ کې د نوې وسله والې ډلې موجودیت ردوي.

په ورته وخت کې د پروان ولایتي شورا استازي بیا وایي، هغه وسله وال چې په کندوز او بغلان ولایتونو کې یې ماتې خوړلې؛ د دغه ولایت نا امنه سیمو ته راغلي دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام