د هلمند ولایت امنيتي چارواکي وايي، چې د يو لړ چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې د هېواد امنيتي ځواکونو له خوا ۲۹ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د۲۱۵ میوند قول اردو ویاند ډګروال محمد رسول ځاځي سلام وطنداره ته ویلي، چې د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت سر تېرو له خوا د هلمند د مرکزي سیمو په ګډون د دې ولایت په اړوندو ولسوالیو اوسیمو کې د چاڼيزو عملياتو په پایله کې ۴ تنه وسله وال مخالفین هم ژوندي نيولي دي.
ځاځی وایي، هغه عملیات چې د ګډو ځواکونو له خوا د دې ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې ترسره شوي په پایله کې یې په نوموړي ولسوالۍ کې د طالبانو پوځي مسؤل د حاجي ناصر په نوم سخت ټپي شوی او د خړ نيکه په سيمه کې يې د يادو ۴ تنو وسله والو سره ۱ عراده لنډکروزر موټر، ۵ سیټه موبایلونه هم نيولي دي.
د ځاځي په خبره، نیول شوي کسان تر پوښتنو ګرویږنو لاندې دي او ډېر ژر به یې عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپاري.
د راپورونو پر بنسټ په دغو عملياتو کې افغان امنيتي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
اخوا بیا د طالبانو یو تن ویاند، چې ځان قاري یوسف احمدي راپېژني سلام وطنداره ته په را لېږل شوي ټېلیفوني پېغام کې لیکلي، چې دوی د هلمند په ګریشک، سنګین او نوزاد ولسوالیو کې پرافغان ځواکونو بریدونه کړي او ګڼ شمېر پولیس یې وژلي او ژوبل کړي دي .
خو دولتي چارواکي بیا د طالب وسله والو دغه ادعاوې ردوي.





