
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، طالبانو د خپلو جنایتونو په دوام تېره یوه اوونۍ کې ۲۲ ولایتونو کې ۳۶۸ بریدونه کړي چې پايله کې يې ۹۸ ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
ارین وايي، دغه شمېر کې ۴۹ ولسي وګړي وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان دي.
امنیتي مسوولان وايي، طالبان د خپلو ژمنو ضد عمل کوي چې د دغو ترهګريزو فعالیتونو له کبله د هېواد ۲۲ ولایتونو له ډلې خلکو ته تر ټولو زیاته مرګژوبله کندهار او زابل ولایتونو کې اوښتې ده.
طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
د یادونې ده چې د بینالافغاني خبرو په درشل کې هېواد کې د ملکي مرګژوبلې کچه لوړه شوې ده.





