د لوګر والي محمد حلیم فدايي خبریالانو ته ویلي، چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په امر یې په لوګر کې د کرومیټو د قاچاق او کېندنې مخه نیولې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې له دې وړاندې د لوګر کرومیټ بهرنيو هېوادنو ته قاچاق کیدل، خو اوسمهال په بشپړه توګه د امنيتي ځواکونو له خوا پر وارداتو او کېندونو يې بندیز لګېدلی دی.
د لوګر والي دا هم ویلي، چې افغان دولت او په ځانګړي توګه د افغانستان د کانونو او پطرولیم وزارت د لوګر د کرومیټو له پاره په یوه طرحه کارکوي، څو د دغه ولایت کرومیټ د ازاد رقابت له لارې د اوطلبي ته وړاندې کړي .
د ویلو ده، چې له دې وړاندې د لوګر په محمداغې ولسوالۍ او مرکز پل علم کې ګڼو کسانو په خپل سر کروميټ کېندل او بهرنیو هېوادونو ته يې صادرول.
د لوګر امنیه قوماندان مل پاسوال محمد داود احمدي سلام وطندار ته وویل، د لوګر کروميټو په چاقاق او کېندنه کې یو شمیر لوړ پوړي چارواکي هم لاس لري.
نوموړي د مشخص نوم اخیستو پرته زیاته کړه، چې د قیمتي ډبرو د کيندنې او قاچاق په تور یې د محمداغې ولسوالۍ امنیه قوماندان هم له دندې لیرې کړی دی.
د لوګر د مرکز په ګډون په څلورو ولسوالیو کې قيمتي ډبرو او کرومیټو کانونه لیدل شوي، خو اصلي مرکز یې د دغه ولایت د محمداغي ولسوالۍ ده.
د لوګر ځایي اوسیدونکي او د ولایتي شورا غړي هم دا مني، چې د تیرو څو میاشتو راهیسي په دغه ولایت کې د کرومیټو د قاچاقو مخه نیول شوې ده.
هغوي له دولت څخه غوښتنه کوي، چې د لوګر کرومیټ په قانوني ډول استخراج کړي.
په دې اړه د لوګر د ولایتي شورا ریس حسیب الله ستانکزي وویل، چې په تیرو څو کلونو کې د لوګر کروميټ په ډيره پيمانه قاچاق او وکیندل شول، خو اوس یې مخه نیول شوې ده.
هغه له دولت څخه غوښتنه کوي، چې د لوګر د کروميټو د قانونې استخراج له پاره لاس په کار شي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې ولسمشر اشرف غني بهرنيو هېوادونو ته د هرات د قیمتي ډبرو پر ليږد هم بنديزلګولی و، چې وروسته یې امله د څو فابریکو د سقوط راپورونه هم خپاره شول.





