د افغانستان د حراست او ثبات شورا خپل موجودیت اعلان کړ

د افغانستان پخوانیو جهادي مشرانو او د تېر حکومت چارواکو د افغانستان حراست او ثبات په نوم شورا اعلان کړه.

جهادي رهبر عبدالرب رسول سیاف د دې شورا د اعلان په پيل کې وویل، چې د دوی موخه د اوسني نظام د ګډوډۍ مخنیوی، د هېواد او نظام بقا او د دیني ارزښتونو د ساتنې له پاره د افغانستان یو موټي ساتل دي.

دغه شورا نن (جمعه، د ډېسمبر په ۱۸مه نېټه) اعلان شوه.

استاد سیاف په خپلو خبرو کې وویل، چې د افغانستان د حراست او ثبات شورا راټول شوي کسان د ولسونو اندېښنې ښيې وړاندې کولی شي او په همدې دلیل د ناامنیو، غربت، وزګارتیا او د نظامه دفاع کول د خپل کارو لومړیتوب ګڼي.

عبدالرب رسول سیاف د سولې خبرو ته په اشارې سره وویل، چې د افغانستان جګړه د کفر سره جنګ نه دی او د دې نښتې د پای ته رسولو او سولې راوستلو په برخه کې د حکومت ملاتړ وکړو.

همدا ډول په دغې شورا کې د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال محمد یونس قانوني وویل، چې دغه شورا به د حکومت په خلاف نه وي او د حکومت ټیکاو له پاره به هڅې کوي.

په دغې ناستې کې جهادي مشرانو د ملي یووالي حکومت څخه غوښتنه کوله، چې دوی دې په خپلو لومړنیو ژمنو عمل وکړي.

دوی ټینګار کاوه، چې اوسنی حکومت دې د ټاکنیز نظام سمون او لویې جرګې را بللو په برخه کې هر څه ژر لاس په کار شي او د خلکو اندېښنو ته دې د پای ټکی کېږدي.

د افغانستان د حراست او ثبات شورا غړي پخواني جهادي مشر عبد الرب الرسول سیاف، د کرزي د واکمنۍ وروستیو کې د هغه لومړی مرستیال محمد یونس قانوني، د کورنیو چارو پخوانی وزیر عمر داودزی، د اقتصاد پخوانی وزیر عبدالهادي ارغندیوال، د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي، دفاع پخوانی وزیر بسم الله محمدي، د انرژۍ او اوبو پخوانی وزیر محمد اسمعیل خان، او ځېنې نور کسان دي.

یاده شورا وايي، د راتلونکو څلورو کلونو له پاره به پروګرامونه جوړ کړي، چې د ولسوالیو او ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې به یې استازي ګډون وکړي.

د افغانستان د حراست او ثبات شورا وویل، چې دوی به په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې خپل استازی ولري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام