نیکلسن: د داعش تر له منځه‌وړلو افغان دولت سره ولاړ یو

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکلسن وايي، له افغان دولت سره د داعشیانو او نورو ترهګریزو وسله‌والو ډلو تر له منځه‌وړلو پورې ولاړي دي، مرستې او ملاتړ به جاري وي.

ښاغلي نیکلسن نن ورځ په جلال‌اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل، داعش ډلې په لومړي سر کې د جلال‌اباد ښار په شمول د ځېنو ښارونو د نیولو پلان درلود؛ خو د دوی او افغان ځواکونو په ګډ کار، مبارزې او هڅو پایله کې دغه ترهګریزه ډله ماته شوه او بېرته غرونو ته ستنه شوې ده.

نیکلسن وویل، په افغانستان کې له طالبانو سره د افغان دولت د سولې پروسې او اوربند ملاتړ کوي؛ خو  تر اوسه د امریکا حکومت او په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو له طالبانو سره مخامخ خبرې نه دي کړي.

نوموړي دا هم وویل، ژر به د ناټو د مشرانو کنفرانس هم جوړ شي چې تر ډېره به یې موضوع افغانستان کې پر وروستي امنیتي حالت او افغان سولې ورټوله وي.

په دې خبري غونډه کې د ننګرهار والي حیات‌الله حیات وویل، جنرال جان نیکلسن ورته په دې ولایت کې د داعش، د له منځه وړنې او د ټاکنو د امنیت ساتنې ډاډ ورکړی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام