
د هېواد شمال ختیځ کې د ملي اردو او پولیسو چارواکي د کندوز خلکو ته ډاډ ورکوي، چې د خپلو امنیتي ځواکونو چمتووالي ته په کتو طالبان به یو ځل بیا ددې ولایت د سقوط توان و نه لري.
امنیتي چارواکو، چې د کندوز د نوي والي د معرفي کولو پرمهال یې خبرې کولې، ځينې اندیښنې د وسله والو طالبانو تبلیغات وبلل، چې ګواکې کندوز به یوځل بیا د طالبانو په لاس سقوط وکړي.
د پولیسو د ۸۸ سپین غر زون قوماندان جنرال شیرعزیز کامهوال، د کندوز خلکو ته په خطاب کې وویل، چې " د دښمن هغه تبلیغات، چې د کندوز د سقوط نیټه ټاکي، دغه خوب دې اوبو ته ووايي، یودې سي د امو سیند ته دې و وايي، نور کندوز سقوط نه کوی".
جنرال کامه وال همدا ډول په کندوز کې د ۷ سوه ځانګړو ځواکونو د ځای پرځای کولو خبر هم ورکړ او زیاته یې کړه، چې دغه نوي ځواکونه به په دوامداره توګه په کندوز کې د وسله والو مخالفینو د ځپلو په موخه میشت وي.

نوموړي زیاته کړه، که له دې وروسته د امنيتي ځواکونو په ټټر مرمۍ لګېدلې وه نو " جنازه يې وکړئ او که په شا لګېدلی و، نو مړی دې لرې وغورځوئ" ځکه دوی به په هغه حال کې د تېښتې په حال کې ویشتل شوي وي.
په همدې حال کې د کندوز نوي والي اسدالله عمرخېل د دولت وسله وال مخالفین غولیدلي وبلل او له هغوي یې غوښتنه وکړه، چې که ځان مسلمان بولي او وایي، چې دا کار د خدای د رضا له پاره کوي"د هغه خدای د رضا په خاطر دې نور ترهګریزې کړنې پریږدي."
نوموړي د کندوز خلک د ثبات ټینګښت او یو والي ته راوبلل او ژمنه یې وکړه، چې د نشه یي توکو او غیر مسولو وسله والو پرضد به مبارزه کوي.





