په هرات ولایت کې یو ۱۹ کلن ځوان نن ( د اپریل ۲۱مه) خپل ځان د یوې نجلۍ له پاره ځوړند کړ.
په هرات کې د پولیسو ویاند عبدالروف احمدي سلام وطندار ته وویل، دغه ځوان د انجیل ولسوالۍ د سروستان په کلي کې ځان وواژه.
احمدي وايي چې لومړنۍ څېړنې ښيي چې دغه ځوان هلک په یوې نجلۍ سره مینه کوله؛ کله یې چې معشوقه بل ته کوژده شوه عاشق ځا ن وژنه وکړه .
د دې ولایت پولیس وايي، څېړنې یې په دې برخه کې دوام لري.
د هرات حوزوي روغتون ویاند محمد رفیق شیرزي سلام وطندار ته وویل، د دغه ځوان هلک جسد نن سه شنبه ماسپښین روغتون ته راوړل شو او په غاړه کې یې د رسۍ نښې لیدل کیږي.
د هرات حوزوي روغتون مسولين وايي، د روان کال له پیل راهیسې دا دویم ځل دی چې په دې ولایت کې د ځان وژنې پېښه رامنځته کیږي.





