په فراه ولایت کې ایرانۍ چورلکې طالبانو ته وسلې کوزې کړي

د فراه د ولایتي شورا رییسه جمیله امیني وايي، تېره شپه شاوخوا ۲ بجې د دې ولایت په کاه‌کلا ولسوالۍ کې یوې ایراني چورلکې طالبانو ته وسلې، پیسې او مهمات ښکته کړي‌دي.

مېرمن امیني سلام وطندار ته وویل، د لاسته ورغلو معلوماتو له مخې، دغې چورلکې د طالبانو ترواک لاندې سیمه کې ۲ ساعته تېر کړي او د ګهیځ پر ۴ بجو بېرته تللې ده.

دا زیاتوي، چورلکې له کاه‌کلا ولسوالۍ نه ۷۳ میله وړاندې طالبانو ته ناسته کړې‌ده.

د ولایتي شورا رییسه همداراز وايي، چې طالبانو د دغو مرستو د ترلاسه کولو سره سم سیمې ته نږې په دوو پوستو بریدونه کړي؛ په پایله کې یې یو پوسته نیولې او د بلې هغې ۳ پولیس یې وژلي او ۳ نور یې ټپیان کړي.

دغه راز د فراه د والي ویاند ناصر مهري وايي، د ولسي خلکو په وسیله یې ځېنې راپورونه ترلاسه کړي؛ خو د کره کولو او موثقو معلوماتو د ترلاسه کولو له‌پاره کشفي بنسټونو څېړنې پیل کړې‌دي.

خو ناصر مهري د فراه شیب کوه ولسوالۍ په شیخان کاریز کلي او د پشت کوه ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په پوستو د طالبانو بریدونه تاییدوي.

دی وايي، په‌دې بریدونو کې ۶ سرتېري او ۵ طالبان وژل شوي؛ خو زیاتوي، معلومه نه‌ده، چط د طالبانو دغه بریدونه د چورلکې په ناستې پورې تړاو لري او که نه.

د فراه د امنیې قوماندان اقبال بایر ویاند هم د فراه په شیب کوه او پشت کوه ولسواليو کې د امنیتي ځواکونو په پوستو د طالبانو بریدونه ومنل.

په هرات کې د لویدیځ زون له‌پاره د ایران سرکونسل محمود افخمي رشیدي فراه ولایت ته د ایران څرخکې راوښتلو او وسله‌والو طالبانو ته د وسلو او مهماتو د ښکته کولو موضوع په جدي توګه ردوي.

دا په‌داسې حال کې ده، چې شاوخوا دوې اوونۍ مخکې رسنیو راپورنه خپاره کړل، چې له پاکستان سره په پوله د دغه هېواد هوايي ځواک د ایران یوه بې‌پيلوټه الوتکه ویشتلې وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام