
د وردګو ځېنو مخورو نن په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې په وروستیو ۳ میاشتو کې د حکومتي او بهرنیو ځواکونو هوایي او ځمکنیو بریدونو او عملیاتو کې ملکیانو ته درنه مرګژوبله اوښتې او دوی نور د دې وضعیت زغم نهلري.
د وردګو یو قومي مشر صابرخان غونډې ته وویل چې دوی له ولسمشر او په افغانستان کې له پرتو بهرنیو ځوکونو غواړي چې نور دې ړانده عملیات بند او د ملکیانو ژوند ته دې خطر نه پېښوي.
دغه راز د وردګو قومي مشرانو وویل چې په ورستیو کې د عملیاتو په لړ کې ځېنې بېګنا کسان نیول شوي او باید خوشې شي.
د وردګو بل قومي مشر ننګیالي وویل، د تلې په لومړۍ نېټه د کورنیو او بهرنیو ځوکونو عملیاتو او هوایي بریدونو کې ـ چې د جغتو ولسوالۍ په ملاحافظ کلي کې وشول ـ د یوې کورنۍ د ۱۲ غړیو په ګډون په کې ۲۳ ملکیان ووژل شول.

د ده په وینا، د سیداباد ولسوالۍ د وړمې ورځې عملیاتو کې دوې خویندې وژل شوي او د دې ترڅنګ یې د خلکو ډېر کورونه او باغونه هم له منځه تللي دي.
د وردګو مشرانو وویل چې دوی تېره ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو یا یوناما له دفتر سره هم خپلې ستونزې شریکې کړې.
دوی زیاته کړه، له یوناما یې غوښتنه کړېده چې له ولسمشر او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت له مشر سره د لیدنې زمینه برابره کړي چې پهدې اړه ژمنه هم ورسره شوېده.
هڅه مو وکړه چې د دې موضوع په اړه د ملي دفاع وزارت غبرګون وپوښتو؛ خو بریالي نهشولو.
دا داسې مهال ده چې له دې مخکې هم په هوایي بریدونو کې د ملکیانو مرګژوبلې د شکایتونو په اړه رپوټونه خپاره شوي او ولسمشر هم په وار ـ وار پوځي مشرانو ته امر کړی چې د عملیاتو په ترڅ کې د ملکیانو مرګژوبلې مخه ونیسي.





