افغانان، له اوسني حالت نه په وېره او راتلونکي ته په هیله

افغانانو ۲۰۱۵ م ز کال په سختۍ سره تېر کړ.

دغه کال په امنیتي، اقتصادي او ټولنیز لحاظ ستونزو نه ډک و او ګڼې پېښې په کې وشوې.

د کندوز او ولسوالیو په پرله پسې ډول سقوط، د شاوخوا زرو تنو پولیسو مړه کېدلو او ټپي کېدلو، ډېر هېوادوالو پر تامین او ثبات بې باوره کړي دي.

په پرله پسې ډول د هرات – کابل له لويې لارې د مسافرو برمته کېدل او په پایله کې د ۷ تنو نه د سرونو پرې کېدلو په عمومي توګه فضا غمجنه کړه. پر شینوارو د داعش د وسله والو ډلو حملې وشوې او بلاخره یې دا ځای پر مرکزي نقطه بدل شو او د ځېنو سیاسي موضوعګانو په اړه د ولس او دولت ترمنځ فاصله زیاته شوه.

امنیتي ستونزو، بې کارۍ او له هېواده د ځوانانو تېښته د اقتصاد څرخ له رکود سره مخ کړ.

په پلازمېنې کابل او نورو بېلابېلو ولایتونو کې د کار اسانتیاوو د پيداکولو په پار د خلکو اعتراضونه او له هېواده تېښته هغه څه دي، چې د ملي یووالي حکومت د کمزورۍ ښيي.

واضحه خبره ده، چې د داسې ناستو ترسره کېدل د ټولو ښاریانو د رضایت لامل نه شوای کېدای؛ ځکه خلک منتظر وو، چې په ژوند کې به يې تغیرات راځي او په دې هم ښه پوهېدل، چې دا شان ناستې د دوی پر ژوند هيڅ راز اغیز نه شي کولای.

خو په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د خوشالۍ خبرونه هم کم نه وو، د سیمه ییزو همکاریو غونډه یا ریکا او د ټاپې د ګازو نل لیکې د پروژې نهايي کېدلو ډېر هېوادوال راتلونکې ښه اقتصادي حالت ته خوشاله کړل.

داسې معلوميږي، چې دا لوړې او ژورې له يوې خوا خلک اوسمهال کې اندېښمن کړې دي، خو له بلې خوا بیا د يوې ښې راتلونکې له پاره هیله مند ښکاري.

د ښاریانو تر ټولو عمده غوښتنه په راتلونکي کې امنیت او کارموندنه ده.

د اسیايي بنسټ له لوري د نوي ميلادي کال له پاره کوم نظر پوښتنه، چې شوې په هغې کې راغلي، چې د افغانستان د ثبات او امنیت ټولیزه کچه ۴۲،۷ په سلو کې ده او د بې کارۍ کچه بیا ۳۱،۲ سلنه راپور ورکړل شوی دی.

همدارنګه په دغه راپور کې راغلي، چې په نوي ۲۰۱۶ م ز کال کې د مثبتو بدلونونو له پاره ۷۴،۹ سلنه خلک هيلې لري.

دغه شمېره په ټولیزه توګه په ښارونو او کلو کې شوي، خو په مقابل کې یې بیا د کلیو او بانډو خلک د راتلونکي کال له پاره زیات هیله مند نه دي.

د اقتصادي چارو کارپوه او د پوهنتون استاد سیف الدین سیحون وايي، چې په افغانستان کې پراخ اداري فساد د فقر د زیاتوالي لامل شوی دی.

سیحون زیاتوي، چې د افغانستان بودیجه ۷ میلياردو ډالرو ته رسيږي، چې ۵ میلیارده يې د عادي بوديجې پورې اړونديږي او د هغه هېواد له پاره، چې ۳۰ میليونه نفوس لري دومره بودیجه هيڅ درد نه شي دوا کولای.

هغه وايي، چې د فقر او نورو بدبختیو څخه په امان پاتې کېدو يواځينې لار په ۲۰۱۶م ز کال کې د زراعتي سکټور وده ده.

همدارنګه د نظامي چارو کارپوهان بیا ۲۰۱۶ م ز کال تر ټولو بد کال بولي او وايي، چې وسله وال طالبان او داعش ډلې به په راتلونکي پسرلي موسم کې د نورو څو کلونو په پرتله زیات بریدونه وکړي.

د نظامي چارو کارپوه جاوید کوهستاني وايي، چې که ځينې ستونزې حل نه شي، نو راتلونکی ۲۰۱۶م ز کال به هم د افغان ځواکونو او عامو خلکو له پاره د پخوا په شان بد کال وي.

کوهستاني وايي، چې د هوايي قواوو کمښت نظامي ستونزې نه شي حلولای او باید دغه برخه په همدغه موسم کې تقویه شي.

سره له دې، چې د تېر کال په جریان کې زیات خلک د افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړ، خو سره له دې هم افغان امنيتي ځواکونو د زیاتو بریالیتوبونو سره سره د ځينو سيمو د امنیت په کابو کولو کې پاتې راغلي وو.

د افغانستان د ځينو ولسوالیو سقوط په ځانګړي ډول د درېيو شپو له پاره د طالبانو لاس ته د کندوز ولایت سقوط زیات خلک د تروریزم پر وړاندې د جګړې په برخه کې حکومتي چارواکي بې باوره کړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام