ولسي جرګه: نړیواله ټولنه دې د پاکستان خلاف زموږ ملاتړ وکړي

ولسي جرګې نن (چهار شنبه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ موجودې لانجې ته دې د پای ټکی کېږدي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي، ولسي جرګې له ټولو نړیوالو مرستندیانو غوښتي، چې د افغانستان سره په لاسلیک شوې امنیتي هوکړې دې عمل وکړي او د افغانستان د خلکو او له دې هېواده دې د پاکستان د تېري په وړاندې د افغانانو دفاع او ملاتړ وکړي.

ولسي جرګې له حکومت نه غوښتي، چې د ګاونډیانو د هر ډول مغرضانه سرغړونو مخه دې ونیسي؛ د ځمکنۍ بشپړتیا او د ملي ګټو د دفاع له پاره دې ودریږي.

د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې په دې ټینګار وشو، چې د دواړو هېوادونو تر منځ موجوده ستونزه دې د ډېپلوماتیکو خبرو له لارې حل شي.

وکیلانو د تورخم په صفري سیمه کې د پاکستان له خوا د نظامي تاسیساتو جوړول د ټولو نړیوالو اصولو خلاف وبلل او د پاکستان د سرحدي قوې له لوري یې په افغان سرحدي ځواکونو برید وغنده.

د ولسي جرګې دویم مرستیال نعمت الله غفاري له حکومت ته وغوښتل، چې د تورخم موضوع دې په خورا جدیت سره تعقیب کړي.

له بل لوري د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخېل وویل، چې د افغانستان درې ګونې قواوې دې د تورخم په مسله کې یو واحد دریځ ولري.

د خلکو استازو د پاکستان یرغلګر پوځ په مقابل کې د افغان پوله ساتو ځواکونو غبرګون وستایه او له حکومت ته یې وغوښتل، چې د هغو سرتېرو کورنیو ته دې جدي پام وکړي، چې په دې نښته کې قرباني شوي دي.

په ورته وخت کې د سمون له پاره د ځوانو فعالانو شبکې په کابل یوې خبري غونډه کې او په هرات کې د دې ولایت خلکو او مدني فعالانو د لاریون په ترڅ کې له افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړ.

د افغان پوله ساتو ځواکونو او پاکستاني سرحدي ځواکونو تر منځ د یک شنبې ورځ (۴مه، د غبرګولي) هغه مهال نښته پیل شوه، چې د پاکستان سرحدي ځواکونو د تورخم په صفري سیمه کې نظامي تاسیسات جوړول او د افغان سرحدي پولیسو له ممانعت سره مخ شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام