په مېدان وردګو کې افغان ځواکونو ته واک سپارل او دمرګ ژوبلې کچه را ټېټېدل

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرکزي زون د بشري حقونو د څانګې مسوله دارمندا جوشي وایي دوی د شاوخوا ۷ سوو اړېکو نیولو په ترڅ کې معلومات راټول کړي، چې د ۲۰۱۳ کال په پرتله په ۲۰۱۴ کال کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په کچه کې ۵۳ سلنه کموالی راغلی و.

جوشي زیاته کړه، په میدان وردګو ولایت کې په ۲۰۱۴ کال کې د ۶۴ ماشومانو او ۲۴ مېرمنو په ګډون ۱۹۵ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتي وه .

جوشي وايي، یاده مرګ ژوبله د ۱۲۶ بېلابېلو پېښو په ترڅ کې رامنځته شوې، چې له دغې شمېرې څخه ۷۰ تنه وژل شوي او ۱۲۵ نور ټپیان شوي دي .

د نوموړي د معلوماتو له مخې په دغه مرګ ژوبله کې ۹۴ د وسله والو مخالفینو،۵۱ د امنیتي منسوبینو او ۲۷ تنه نور د جګړو پر مهال د نامعلومو لوریو له خوا زیانمن شوي دي.

د میدان وردګو ولایت سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د ملکي وګړیو د مرګ ژوبلې د شمېر په کچه کې د کموالي له امله خوښي وښوده، خو ویې ویل، چې هیڅکله د ملکي وګړيو مرګ ژوبله د زغملو وړ نده.

ده ټولو امنیتي ارګانونو ته لارښوونه وکړه، چې ۲۰۱۵ میلادي کال کې په پوره توګه هڅه وکړي، چې د ملکي وګړیو د مرګ ژوبلې کچه صفر سلنې ته راټیټه کړي .

د میدان وردګ ولایت ویاند عطاء الله خوګیاني سلام وطندار ته وویل، چې د امنیتي مسولیتونو لېږد، د وسله والو مخالفینو کمزوري کېدل او د استوګنو په ځایونو کې د جنګ ختمېدل د دې لامل شوي دي، چې د ملکي وګړیو د مرګ ژوبلې فیصدي راکمه شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام