
د ملي دفاع وزارت وايي، د هرات د ګذرې ولسوالي په «خم زیارت» سیمه کې د امنیتي ځواکونو له لوري ملکیانو ته د مرګژوبلې اوښتو پېښه به په جدي توګه وڅېړي.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د څېړنې پایله به له خلکو او رسنیو سره شریک کړي.
د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې امنیتي او دفاعي ځواکونه د خلکو د ځان او مال د ساتنې مسوولیت لري او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
پرون د هرات د ګذرې ولسوالي د خم زیارت په دوو کلیو کې د امنیتي ځواکونو په هوايي برید کې د طالبانو د شپږو مهم غړیو په ګډون ۴۰ کسان ووژل شول.
د هرات یوه امنیتي چارواکي چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلاموطندار ته ویلي، پېښه هغه مهال شوې چې د سیمې یوشمېر اوسېدونکي د ملا نبي په نوم د طالبانو د یوه قوماندان لیدو ته چې تازه له بنده خوشې شوی، ورغلي وو.
د سیمې اوسېدونکي ادعا کوي چې د واده پر مراسمو هوايي برید کې یوشمېر ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
دوی وايي، لومړنی برید پر یوه موټر چې د قاري نبي د کورنۍ غړي پهکې وو، شوی او بل هم د واده پر مراسمو چې د پېښې ځای ته نږدې وو، شوی دی.
خو د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، یاد برید پر هغه ځای شوی چې د طالبانو یوشمېر مهمو کسانو ـ مولوي حیدر، عبدالله اکبري، ملا رحمتالله، ذبېحالله اکبري، ملا محمد او ملا عبدالحق چې پر اسامه مشهور دی، غونډه جوړه کړې وه.
د نوموړي په وینا، د طالبانو محلي قوماندانان چې پر دولتي تاسیساتو د برید پلان یې جوړاوه، وژل شوي دي.
د هرات د پولیسو ویاند هم ویلي چې له یادې پېښه سره هممهاله د ملکیانو یو موټر د سړک غاړې پر ماین ختلی او چاودنه یې کړې چې له کبله یې یوشمېر ملکیان وژل شوي دي.
طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې چې د پېښې ټول قربانیان ملکیان دي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم په هرات کې ملکیانو ته د مرګژوبلې اوښتو پېښې د څېړلو خبر ورکړی دی. د دغه کمېسیون رییسې شهرزاد اکبر په یوه ټویټ کې د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتي چې په جدي توګه د ملکیانو د ژوند خوندیتوب ته پام وکړي.





