
په فاریاب کې د ۲۰۹ شاهین قولاردو د لومړۍ لوا قوماندان روزمحمد غرنی سلاموطندار ته وویل، طالبان د خلکو له کورونو د سنګر او له ښځو او ماشومانو نه د انساني سپر په توګه کار اخلي.
د نوموړي په وینا، طالبان له افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړې وسه نهلري او همدا لامل دی چې له خلکو نه د سپر په توګه کار اخلي.
غرنی وايي، د ملکیانو د مرګژوبلې مخنیوي لپاره هڅه کوي چې په بشپړ پام د طالبانو پر وړاندې اقدام وکړي چې په وینا یې، دا کار افغان ځواکونه له ګڼو ستونزو سره مخ کوي.
په همدې حال کې د فاریاب د شېرینتګاب ولسوال سیدشرافالدین هم وایي چې طالبان په یاده ولسوالي کې د خلکو له کورونو د سپر په توګه کار اخلي.
د نوموړي په وینا، طالبانو هغه کورونه چې د سړک غاړې ته دي، د تونلونو له لارې سره تړلي او له هماغه ځایه پر امنیتي ځواکونو ډزې کوي.
نوموړی وايي، افغان ځواکونه یې هم په غبرګون کې یاد کورونه پر خاورو بدلوي، خو طالبان د اېستل شویو سوپانو له لارې تښتي او همدا لامل دی چې ملکیانو ته ډېره مرګژوبله اوړي.

د شېرینتګاب ولسوال زیاتوي، که خلک د طالبانو د دې کار پر وړاندې غبرګون وښیي، هغوی ورته وايي، که په جګړه کې ووژل شوئ، شهیدان یئ او که پاتې شوئ، د جهاد په ثواب کې شریکېږئ.
بلهخوا د شېرینتګاب یو اوسېدونکی غلامسخي وايی، طالبان په زوره د خلکو کورونو ته ور ننوځي او تونلونه باسي، خو خلک د کور له پرېښودو پرته بله لار نهلري.
د یادونې ده چې د شېرینتګاب ولسوالي بازار او کلي د میمنې ـ مزار پر لویه لار پراته دي او یادې سیمې د طالبانو په لاس کې دي او همدا لامل دی چې هغوی پر یادې لارې پر تېرېدونکیو امنیتي ځواکونو بریدونه کوي او له کبله یې ملکیانو ته مرګژوبله اوړي.





