د سختو واورو ورېدنو له امله د پروان، کاپیسا او د پنجشیر ولایت کلیوال اقتصاد له منځه وړی دی.
د کلیوال اقتصاد له منځه تلل هغه څه دي، چې مخې نیوې ته یې په دې ورځو کې کمه پاملرنه کیږي.
د پنچشیر، اندراب، سالنګ او دې ته ورته نورو سیمو اقتصاد، د راکړې او ورکړې په لویو مارکیټونو پورې تړاو نه لري.
همدا راز په کلیو کې د منځني قشر اقتصادي وضیعت خراب دی.
د پنچشیر، کاپیسا او پروان په کلیو کې ښوونځي او د دولتي ادارو شمېر کم دی ؛ د دې سیمو ښوونکي او کارکونکي د منځني قشر معاش اخیستونکي دي، چې ورسره نور کاري فرصتونو ته هم سمه زمینه نه ده برابره.
د پنجشیر او دې ته ورته نور سیمو کلیوال اقتصاد د توتانو په ونو، سیند ته څیرمه پټیو، ویالو او وریو پورې تړلی دی.
کلیوال خلک یو ټوک وچه ډوډۍ په ملا پورې تړي او په کوچنیو پټیو کې د خپلو ورځنیو اړتیاو د پوره کولو په موخه کار کوي.
کلیوالې ښځې توت ټولوي او په ستوانو یې بدلوي او له دې لارې د کورنۍ له اقتصاد سره مرسته کوي. په ښارونو کې د ستوانو پلور دومره ښه نه دی، چې دوی وکولای شي له دې لارې خپل کورنۍ اړتیاوې پوره کړي.
په تېرو ۱۳ لسو کلونو کې نړیوالې ټولنې او دولت د کلیوال اقتصاد ، د ودې او پراختیا لپاره ګټور او ستراتېژیکه تګلاره نه لرله.
د دولت او نړیوالې ټولنې یواځينۍ کامیابه پروژه د کلیو لپاره د ملي پیوستون پروژې وې، چې هغې هم ځینو سیمو ته د برېښنا له ورکولو پرته بله کومه اغیزمنه چارنه ده تر سره کړې.
دا سمه ده، چې د دې توربینونو په مرسته د پنجشیر، سالنګ او د پروان او کاپیسا کلیو خټین کورونه د برېښنا له رڼا څخه برخمن شوي؛ خو دخلکو په اقتصادي ژوند یې ژوره مثبت اغیزه نه ده کړې.
دا چې د کليو د ژوند ښه کېدا له پاره کومه اساسي کړنلاره نه وه موجوده، دا دی اوس ورستيو واورو ښوېدنو د خلکو خټین کورونه، د سند غاړې پټي او مالداري له منځه وړې ده.
دا ټولې د ژوند د ښېرازه کولو سرچینې وې، چې له دې پرته د واورو ښوېدونو له زیان بچ پاتې شوي کلي د ژوند ښه کولو نورې لارې ګودرې نه لري.
بیړنۍ مرستې یواځې دخلکو د ژوند د لومړيو اړتیاو د پوره کولو له پاره کيږي او اساسي کارونه په دې برخه کې نه ترسره کيږي.
د ملي پوځ چورلکې په واوره کې ایسارو شویو خلکو ته خوراکي توکي ورغورځوي، په همدې ډول مرسته کونکي هڅه کوي، چې د دې سیمو خلکو ته د خوراک او اغوستولو مهم توکي ورسوي؛ دا ټولې مرستې په دې موخه کیږي چې ځپل شوي خلک ژوندې پاتې شي.
خو له بده مرغه د کلیوال اقتصاد د بیا رغونې لپاره هېڅ ډول پلان په پام کې نه دی نیول شوی.
ستاسې به یاد وي، چې د بدخشان د ارګو په ولسوالۍ کې د غره ښوېدنې له قربانیانو سره هم ډېرې مرستې وشې.
پخواني ولسمشر حامد کرزي د ارګو د پېښې د قربانیانو سره د مرستې بهیر د څارولو لپاره یادې سیمې ته لاړ او په هغه وخت کې یې داسې اعلان وکړ، چې د ارګو قربانیانولپاره به د وسېدلو ښارګوتی د فیض اباد په ښار کې جوړ کړي، چې تر اوسه یې په اړه کوم عملي ګام نه دی اخیستل شوی.
او اوس مهال هم د پنجشیر ولایت د کلیوال اقتصاد د پایښت لپاره داسې کومې هڅې نه دي شوي، چې په راتلونکي کې دخلکو له پاره ګتورې ثابتې شي.
د کلیوال اقتصاد د پایښت له پاره باید داسې پلان جوړ شي چې د وخت په تېرېدو سره له پامه ونه غورځول شي.
د کلیو او پراختیا وزارت، چې دنده یې د کلیوال اقتصاد پراختیا ده، باید د زیانمن شویو کلیوالو د اقتصادي سرچینو او د بیا رغونې لپاره پلانونه جوړ کړي او په دې برخه کې د نړیوالو مرستو په راټولونه او راجلبونه کې فعال رول ولوبوي.
هند یو له هغو هېوادونو څخه ده چې د سیلاب ځپلو او د کلیوال اقتصاد د پراختیا په برخه کې زیاته تجربه لري، اوس مهال په افغانستان کې دهغوي له تجربو باید ګټه واخیستل شي.
که په هیواد کې د ورستيو طبعي پېښو له امله کلیوال اقتصاد ته د اوښتي زیانونو لپاره، لازم تدابیر ونه نیول شوي دغه کلیوال اړدي، چې د یوې مړۍ روزۍ د لاسته واوړلو لپاره خپلې سیمې پرېږدي او ښار ته مخه کړي.
تجربو دا ښودلې ده، چې د کلیوالو خلکو ښارته کډه کولو یو له مهمو دلایلو څخه یې اقتصادي ستونزې په ګوته کيږي.
په افغانستان کې ښارونو ته د کلیوالو خلکو را کډه کېدنه په اوسني وضعیت کې د شپېتمې لسیزې لومړنیو ته راګرځېدل دي.
په هغه وخت کې چې د شوروي اتحاد دځواکونو له لورې کلي بمبار شول او د خلکو اقتصاد ونړیده؛ نو ښارونو ته کډ شول؛ د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د وچکالۍ له امله د هېواد سوېل او ختیځ خلک کابل ته کډه شول.
په په ورستیو لسو کلونو کې هم کلیوال اقتصاد ته د نه پاملرنې او امنیتي ستونزو له امله د کلیو خواريکښ اړه شول چې ښارونو ته ګډه شي.
که په دې ډول د واورې ښوېدنې زیانمن شویو، خلکو کلیوال اقتصاد ته پاملرنه ونه شي، دوی به هم ښارته راګډه شي.
دا روښانه خبره ده کابل ښار دې ټولو را کډه شویو خلکو لپاره د کار په برخه کې د جذب توان نه لري.
دغه کلیوال د کار د پیداکولو لپاره بلاخره اړ کیږي، چې له هېواد څخه بهر لاړ شي، چې بیا په هغو هېوادونو کې له دوي په ناقونه کارونو کې کار اخیستل کيږي او یاهم د پولیسو په لاس وژل کیږي.
د حل لاره یې دا ده، چې د کلیو او پراختیا وزارت سر له اوسه د کلیوال اقتصاد، د رغونې لپاره پلانونه جوړ کړي.





