په وردګو ولایت کې ناپېژانده کسانو د کوچیانو ۱۲ کورنه سوځولي

تېره ورځ ناوخته ناپېژانده کسانو د میدان وردګو په بهسودو  ولسوالۍ کې د کوچیانو۱۲ کورنه او څلور عرادې تراکتورونه سوځولي دي.

د میدان وردګو د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي سلام وطندار ته وویل، چې په دې اړه د میدان وردګو والي حیات الله "حیات" امنیتي ځواکونو ته لارښونه کړې، چې د موضوع په تړاو ژر تر ژره پلټنې پیل کړي.

بل خوا د میدان وردګو د ولایتي شورا غړي محمد شریف هوتک سلام وطندار ته وویل، چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې په بهسودو او دایمیرداد ولسوالیو کې د کوچیانو او ځایي اوسېدونکو ترمنځ د ځمکې پرسر شخړې روانې دي.

هوتک زیاته کړه، چې په دایمیرداد ولسوالې ۹ تنه نور کوچیان هم د ناپېژاندو کسانو له خوا تښتول شوي دي.

د وردګو په بهسودو ولسوالۍ کې د کوچیانو مېنې په داسې حال کې سوځول کېږي، چې له تېرو دوو ورځو راهیسې د میدان ورد ګو په بهسودو او دایمیرداد ولسوالیو کې د کوچیانو او ځایي اوسېدونکو ترمنځ د ځمکې پر سر یو ځل بیا شخړې تازه شوې دي.

ولسمشر غني د میدان وردګو کې د کوچیانو او هزره ګانو ترمنځ د ستونزو د هواري لپاره د روان زېږديز کال د (می) په میاشت کې د حاجي دین محمد په مشرۍ د کوچیانو او ځایي خلکو ترمنځ د شخړو د حل لپاره کمېسیون جوړ کړی و.

افغان ولسمشر دغه کمېسیون ته د یو فرمان په ترڅ کې ویلي وو، چې دغه کمېسیون موظف دی، چې د ۳ میاشتو په موده کې د کوچیانو د ملکیت اسناد وڅېړي، په ټولو سیمو او ولایتونو کې د کوچیانو او ځایي خلکو ترمنځ د شخړې وړ املاک تثبیت او د کوچیانو اسنادو د تایید او د هغوی د ملکیتونو د تثبیت په صورت کې دې، د کوچیانو د ځمکوالۍ لپاره د حل لاره وړاندې کړي.

د یادونې ده، چې د کمېسیون د جوړېدو یوه میاشت پوره کېږي، خو تر اوسه یې کومه مثبته پایله نه لیدل کېږي.

د ولسمشر غني د هزاره ګانو او کوچیانو د ستونزو د حواري له پاره پرون ورځ (د جون په ۲۹مه) حضرت صبغت الله مجددي د کوچیانو او هزاره ګانو د شخړو د هواري کمیسیون مشر وټاکه.

دغه کمیسیون له ۵۷ غړو او ۴ کمېټو څخه جوړ شوی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام